آيا روسانو د امريکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پيسې ورکولې؟

د لراوبر اداره | اگست 16th, 2020


څه موده مخکې د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټایمز راپور خپور کړ چې روسي چارواکو  طالب وسله والو ته د متحده آيالاتو په مشري  د ائتلافي ځواکونو د وژلو په بدل کې د انعام په توګه پيسې ورکولې
    دا خبرڅه موده مخکې ډېر ګرم خپور شو او بېلابېلو رسنيو او سياسي کارپوهانو له خپلو خواوو څخه بېلابېل تفسيرونه او ارزونې وکړې. ځينو دا اوازه رښتونی او حقيقي وبلله او ځينو نورو ورته د شک په سترګه وکتل. ځکه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او پښې سپکې کړي.
د نيويارک ټایمز په راپور کې ادعا شوې وه چې دغو انعامونو به طالب جنګيالي دې ته هڅول چې امريکايي ځواکونه په نښه کړي. او لا ډېرې پيسې له روسانو تر لاسه کړي.
نيويارک ټايمز د نامعلومو چارواکو د پټ راپور له مخې وليکل چې چې ترمپ ته لا د تېر مارچ په مياشت کې دغه اطلاعات رسېدلي و، خو د ځواب په اړه يې بيا کومه پرېکړه نه وه کړې. روسيه په افغانستان کې د جنګ خپله تجربه لري او دا چې امريکا او متحدينو یې په هغه وخت کې مجاهدينو او افغان وسلوالو ته چې د شوروي پر وړاندې به جنګېدل، پيسې او مهمات يې ښکاره ورکول او په زغرده یې ملاتړ کاوه ، اوس امريکا هم داسې انګېري چې کېدای شي روسيه د امريکا او د متحدينو په وړاندې له ورته چلند څخه کار اخلي او پر وړاندې یې طالب جنګياليو ته د امريکا او متحدينو د وژلو پر سر پيسې او مهمات ورکوي.
نيويارک ټايمز وړاندې ليکلي و چې بېلابېلې نظريې شته چې روسيه د طالبانو د بريدونو ملاتړ کوي او غواړي چې متحده ايالات او متحدين یې دلته تر ډېرې مودې پورې ښکېل کړي او يا کېدای شي په سوريه کې د امريکا لخوا د وژلو شويو روسي ملاتړو غج واخلي .
دا خبر په هماغه وخت کې کريملين ماڼۍ په کلکو ټکو رد کړ او دا يې د امريکا روسيې ضد پروپاګند وباله او ويې ويل چې روسيې هيڅکله داسې کار نه دی کړی.
خو ددې خبرو زور هغه وخت لا پسې کم شو چې د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين له نړيوالو رسنيو سره دا خبره رد کړه او دا یې يوازې اوازې وبللې .
که څه هم د نيويارک ټايمز دا راپورونه د امريکا د دفاع وزارت کره نه کړل او نه هم د ګډو ځواکونو مرکزي دفتر يې تاېيد وکړ، خو سهيل شاهين وويل چې دا خبرې رښتيا نه دي موږ د پيسو لپاره نه له چا سره جنګېږو او نه د چا لپاره جنګېږو.
 دوی په امريکايي ځواکونو ( په اوس وخت کې) له حملو څخه انکار وکړ او ويې ويل چې دوی د يوې ايډيلوژي په اساس چې موخه یې د يوه (اسلامي دولت) جوړول دي، حملې او مزاحمتونه کوي نه د پيسو او ګټو لپاره.
نوموړي زياته کړه چې دا د امريکا د خپل داخلي سياست پروپاګند دی چې غواړي د واشنګټن او طالبانو تر منځ د شوې توافق نامې څخه سرغړونه وکړي او په دې هوکړه ليک باندې پښه کېږدي
 شاهين وايي چې د نيويارک ټايمز راپور ددې ښکارندويي کوي چې غواړي امريکا لا په افغانستان کې پسې ښکېله کړي او د سولې دا هڅې له سبوتاژ سره مخ کړي.
شاهين د خپلو جنګياليو د بوديجې په اړه وايي چې د دوی مالي اړتياوې تر ډېره د دوی په قلمرو کې له هغو مالياتو څخه برابرېږي چې دوی يې له خلکو اخلي . خو زياتره افغان او  لوېديځوال څېړونکي دا هم نه ردوي چې طالبانو مالي امکانات  د ترياکو او نشه يي توکو کرل او له دې قاچاقبرانو او کروندګرو څخه د پيسو او په لسګونو ميليونه تورو روپيو په اخيستلو ولاړ  دي. او د دوی د جګړې ډېرمالي امکانات له دې خوا برابرېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024