کور / د ډيورنډ کرښه / د چمن او بولدک لاره د تل لپاره خلاصه شوه

د چمن او بولدک لاره د تل لپاره خلاصه شوه

د سپین بولدک – چمن لاره له څو میاشتو تړل کېدو وروسته د عامو خلکو پرمخ خلاصه شوه.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه لاره د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پرتو قومونو او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر په هڅو په دایمي ډول خلاصه شوې.
هغه وايي، د کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو د دغې لارې د خلاصېدو لپاره په پیاوړي مبارزې سره وښودله، چې ډیورنډ نه مني او نه بېلېدونکي اولسونه دي.
تادین خان د دغې لارې د خلاصېدو په موخه د کرښې دواړو خواوو پرتو قومونو قرباني هم ستایلې ده.
دغه لاره، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه، څو ځله په په وقفه يي ډول خلاصه شوې وه.
څو اوونۍ وړاندې د دغې لارې د نه خلاصېدو په غبرګون کې دکرښې دواړو غاړو افغانانو پراخ لاریون هم کړی و، چې وروسته د پاکستاني ملیشو سره په تاوتریخوالي واوښت.