کور / تازه خبرونه / په بنګله دېش کښي دوه سره ماشوم وزېږېد

په بنګله دېش کښي دوه سره ماشوم وزېږېد

د بنګله دېش دشمال لوېديځ د د کیشوبپور  په سيمه کي چي د پایتخت ډاکهې نه ۱۳۵ کيلومتره لیری ده  ، يوې  ۲۲ کلني مېرمني يو هلک  ماشوم زېږولی دئ چي دوه سره لري .  په ماشوم باندي چي د قيرون نوم  ايښودل شوی دی تیره دوشنبه زېږېدلی  چي صحی حالت يې سم ښودل شوی دی .



د کلینک ډاکټر وایی چي دم درحاله  ماشوم د کومي صحي خطرې سره ندی مخ  خو  د خلکو د زیات ګڼه ګوڼو له امله يې و  يوي  لویي نيژدې شفاخانې ته لېږلی دئ .


د کلینک موظفین وايی چي نيژدې يونيم لک نفره  پرون د کلینک مخي ته را غونډ شوي وه چي ددې ماشوم چي د خدای تعالی يو نادره خلقت دئ، ننداره وکړي . هغوی وایی د خلګو ګڼه ګوڼه هومر زیاته وه چي موږ د پولیسو نه مرسته و غوښته .


د سماکل ورځپاڼي ليکلي دي چي يو زیات شمېر خلکو د ماشوم د کورنۍ سره د ښه نیت په وجه د نغدو پیسو مرسته کړېده .