کور / #PTM / د مشرانو او د افغان دولت د پام وړ

د مشرانو او د افغان دولت د پام وړ

 

له دوو ورځو څخه پاکستاني پوځ یو ځل بیا په برمل پکتیکا باندي راکټیز بریدونه پیل کړي دي، چي له امله ئي دوه ورځي مخکي د مولاخان په نامه یو وزیرستانئ کډوال چي د ځوائ سیدګۍ سره ئي تعلق لرلو د خپل بچي سره یو ځائ په دي راکټي بریدونو کي شهیدان او یو بل کس سخت ژوبل سو.

د برمل وزیر قوم وائي چي پاکستانی پوځ چي کومه ساحه په راکټونو ولي، دا ساحه د زړغوزیو (جلغوزیو) ځنګلات لري، کوم چي اوس ئي د ټولولو وخت راغلی دی، چي خلک ئي حاصلات واخلي خو د پاکستاني پوځیانو د راکټیز بریدونو له امله ممکنه نه ده.

د برمل خلک د افغان حکومت څخه غواړي چي په کابل کي موجود پاکوستانئ سفیر احضار او سخت انتباه ورکړي، ورسره په محکومه پښتونخوا کي د مشر منظور پښتين او له وزیرستان څخه د پښتنؤ د ایم اين ائیز علي وزیر، محسن داوړ او میرکلام وزیر څخه هم غوښتنه کیږي چي ددي بریدونو په هکله د پاکستاني حکومت څخه ځواب وغواړي.