کور / تازه خبرونه / د ارواښاد عبدالقیوم نورزي پر مړينه د ښاغلي نيازمحمد مومند پیغام

د ارواښاد عبدالقیوم نورزي پر مړينه د ښاغلي نيازمحمد مومند پیغام

03-09-2030
‎په ‌‌‌‌‌‌ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زما یو صمیمي ملګری او کلک دوست عبدالقیوم نورزی د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ نه سترګي پټې کړې دي.

‎دې خواشینونکي خبر سخت غمجن کړم.

د اروښاد عبدالقیوم نورزي سره مې د اوږدې مودې راهیسې پيژندګلوي، ملګرتیا او دوستي لرله. هغه یو صادق او په وطن او خلکو میین روڼ آندې و. هغه د هیواد د روښانفکري غورځنګ یوه مخکښه څېره او وتلې شخصیت و. هغه د ژوند یوه لویه برخه د خلکو د سیاسي بېدارۍ او د هغوی د ژوند هوسایې ته بېله کړې وه.

د هغه مړینه د هیواد روښانفکري غورځنګ ته یوه لویه ضایعه بولم.

زه په داسې حال کې چې د هغه په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوم، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او همسنګرانو ته تسلیت وایم او د لوی صبر او زغم هېله کوم او دعا کوم چې هغه ارواښاد ته دې لوی خدای جنتونه ورپه برخه کړي. روح دې ښاد وي او یاد دې تل پاتې وي.

‎په درنښت
‎نیاز محمد مومند