کور / #PTM / پر زيبا ساپې ( ملالۍ) برید او محسن داوړ پر بندیز د پي ټي ایم یورپ احتجاجي اعلاميه

پر زيبا ساپې ( ملالۍ) برید او محسن داوړ پر بندیز د پي ټي ایم یورپ احتجاجي اعلاميه

دلوى او بخښونکي خدای په نامه!

پر زيبا ساپې ( ملالۍ) برید او محسن داوړ پر بندیز د پي ټي ایم یورپ احتجاجي اعلاميه

اروپا  ۴ سپټمبر ۲۰۲۰

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرتابه د همږغۍ کمیټه (CC) د پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کي د زېبا ساپۍ ( ملاله) په خپل کور کي د نامالومو!؟ وسلوالو له خوا د‌ بې رحمانه بريد ښکار شوه، چي په پایله کي یې ملاله سخته ټپي سوې ده، په کلکو ټکو غندنه کوي.

موږ په پاکستان او نړۍ کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارؤ ته احتجاج کوو چي پر ملالې د بريد‌ د طراحانو او دبريد‌ کوونکو د ژر تر ژره پیژندني او عدالت ته سپارني کي خپل بشري مسولیت پوره کړي او د زیبا ساپۍ خوندیتوب ډاډمن کړي.

بله خوا په پارلمان کي د وزیرستان د خلکو استازی او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ کوئټي ته د رسېدلو وروسته حکومتي او استخباراتي کړیو، بې له هیڅ ډول مخکني خبرداري څخه په دې پلمه ونیوئ چي ګواکي سهيلي پښتونخوا ته یې پر راتګ بندیز لګول سوی دی.

موږ د محسن داوړ نیول کیدل د پاکستان د آئین او هر ډول نړیوالو قوانینو خلاف ګڼو او د نوموړي ژر تر ژره خلاصون غواړو.

موږ د دواړو پېښو کلکه غندنه کوو، د بشري حقونو خلاف یې ګڼو او د‌ انساني حقونو د څار پر نړيوالې ادارې غږ کوو چې په پاکستان کې نور پر پښتنو د روان ظلم او توکم وژنې  په اړه سترګي پټي نه کړي او د پاکستان ظالم ریاست د پښتنو او نورو لږکیو سره د انصاف او عدالت پلي کولو ته وهڅوي.

په درنښت

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د معلوماتو او عامه اړیکو کمېټه

Statement PTM Europe CC – Zeba Sapey Momand Malala-Mohsin Dawar

دلوى او خښونکي خدای په نامه!