کور / سياسي / د ناکامي تجربې تکرار

د ناکامي تجربې تکرار

د پخواني شوروي د یرغل او اشغال په وړاندې افغان مسلمان ولس په میړانه جهاد او مبارزه وکړه، تردې چې دې مبارزې د پخواني شوروي نړیوال مخالفین زړور کړل او له مجاهدینو سره یې مرستې پیل کړې. دې مبارزې که څه هم له افغان مسلمان ولس څخه لویه قرباني او بیه واخیسته، ولې په پای کې یې رنګ راوړ او ولس پخپل زرین تاریخ کې دا پاڼه هم ورزیاته کړه چې یرغلګرشورویان یې له هیواده وشړل او د هیواد خپلواکي یې ترلاسه کړه. د شورویانو له وتلو وروسته، هغه نظام چې د شورویانو په مستقیمه مرسته واک ته رسول شوی وو، ترډیره مقاومت ونشو کړای او بالاخره د شورویانو له وتلو درې کاله وروسته له سقوط سره مخ شو.

دلته لازمه وه چې د افغان مسلمان ولس د مقاومت رهبرانو، د جهادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره، په افغاني او اسلامي روحیه یو له بل سره کار کړی وایاو د یو ښیرازه، هوسا او پرځان بسیا افغانستان لپاره سره متحد او متفق پاتې شوي وای، ولې بدبختانه ددوی شخصي او قومي ترجیحاتو او د سیمېد هیوادونو مغرضانه لاسوهنو چې نه یې غوښتل افغانستان یو مضبوط دولت او خلک یی آرام ژوند ولري، نه یوازې د جهاد آرمانونه له خاورو سره خاورې کړل، ورسره یې د هیواد ډیرې مادي او معنوي شتمنۍ هم له منځه یوړې. هغه وخت شورویانو او زموږ ګاونډیانو نه غوښتل پښتانه چې د افغانستان د ملي وحدت او قوت د ملاتیر او د جهاد زیات بار د هغوی پر اوږو وو د افغانستان په سیاسي حیات کې خپل لازم کردار اداء کړي. هغوی غوښتل اقتدار غیرپښتنو ته انتقال کړي څو افغانستان ناآرام، بې ثباته، له ګډوډیو سره مخ او تل د دوی محتاج وي.  

پر همدغه بنیاد په ۱۳۷۱ هجري لمریز کال کې له یوی خوا په دننه افغانستان کې د نجیب د لنډغرو ملیشو او نظار شورا ترمنځ د شمال ائتلاف په نوم د پښتنو خلاف د کابل د تصاحب لپاره یو نظامی جوړښت رامنځته سو او له بلې خوا د پیښور په ګورنرهاوس کې د پاکستان او ایران په هڅو او فشار د مجاهدینو ترمنځ هوکړه وشوه چې اقتدار به لومړی صبغت الله مجددي او ورپسې برهان الدین رباني ته انتقال کیږي چې دواړه غیرپښتانه او ترډیره د جوړې شوې شمالي ټلوالې برخه وو. د پښتنو او افغانستان په خلاف دېسازش هیواد د سختو بدبختیو او ویرانیو سره مخ کړ او زموږ د تاریخ ترټولو توره دوره یې و زیږوله.

اوس چې په هیواد کې د واک د انتقال اړتیا ده او لازمه ده چې د سولې پروسه داسې پایلې ته ورسیږي چې له یوې خوا د افغانستان ثبات ورسره یقیني شي او له هرډول کورنیو جګړو مخنیوی وشي او له بلې خوا عدالت هم تأمین شي او حق حقدار ته ورسیږي، داسې معلومیږي چې یوځل بیا پاکستان، ایران، روسیې، هند او یو شمیر نورو هیوادونو همدا هڅې پیل کړیدي چې د سولې د پروسې په نتیجه کې باید واک د استاد ربانی شاګرد (ډاکټرعبدالله) او د دوی ملګرو ته وسپارل شي. ددوی استدلال هم دادی چې ډاکټرعبدالله لکه استاد رباني نرم او انعطاف پذیره سړی دی چې هم له طالبانو او هم له ګاونډیانو او نړیوالو سره معامله او تعامل کولای شي او په عین حال کې هم پښتون او هم غیرپښتون دی. مګر دا باید په یاد ولرو چې ډاکټرعبدالله له یوې خوا په دا تیرو څو کلونو کې ثابته کړه چې یوښه مدیر او ښه رهبر ندی او نشي کولای ترخپلو شخصي او حزبي ګټو تیر او د ولس د ملي ګټو لپاره قرباني ورکړي، له بلې خوا به په ده باندې طالبان، حزب اسلامي او نور ځوریدلی ملت اعتماد ونشي کړای ځکه چې په تیرو ۴۰ کلونو کې د جګړې د یوه لوري کلیدي غړی پاتې شویدی. نو ځکه به په نوموړي باندې د ولس د بیلابیلو پرګنو د بې اعتمادۍ بحران د څو میاشتو په تیریدو سره په خونړیو جګړو بدل او پخوانی تاریخ به بیا تکرار شي.

همدارنګه د استاد رباني پخوانۍ دورې افغانستان د تجزیې او ویش پر درشل درولی وو، مګر دا چې طالبانو پخپل نظامي ځواک سره هیواد د تجزیې له خطره وژغوره، خو داځل به له ډاکټرعبدالله سره تقریبا درې سوه زره منظم نظامي او امنیتي ځواکونه ملګري وي، چې دا د تجزیې پخوانۍ فرضیه، حقیقت ته نږدې کولای شي.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه هڅه کوي چې واک ته د ډاکټرعبدالله او شمال ټلوالې په رسولو او یا په واک کې د پاتې کولو له لارې دا واری بیا له یوی خوا د یو مستقر او قوی افغانستان د رامنځته کیدو مخه ونیسی او که وتوانیږي افغانستان تجزیه کړي، او له بلې خوا که د تجزیې هدف یې ترلاسه نشي، نو لږتړلږه به خپل قوي او ځواکمن نفوذ او رسوخ په افغانستان کې وساتي. ټول افغاني او غیرافغاني جهتونه باید دېته پام وکړي چې یوځل بیا د پخوانۍ ناکامې تجربې تکراربه نه یوازې د افغانستان لپاره ستره فاجعه وي، بلکې افغانان به دا ځل په هغو ګاونډیو هم رحم ونکړي چې پدې فاجعه کې لاس لري. نو ځکه لازمه ده چې د سولې په پروسه کې الهي عدالت او د افغانستان ځمکني حقایق او تاریخي نزاکتونه په پام کې ونیول شي او زعامت داسې شخص یا ډلې ته وسپارل شي چې د بې اعتمادۍ بحران د همکارۍ او ورورولۍ په نوي تړون او روحیه باندې بدل کړي او افغانستان له روان کړکیچن حالت نه په تدبیر او کلکه اراده باندې د یوې روښانه او ځلانده راتلونکې لوري ته رهبري کړي.

د تلپاتې، باعزته او عادلانه سولې او آباد او بسیا افغانستان په هیله

په درنښت

ډاکټرعبدالواسع قانع