کور / تازه خبرونه / له پاکستانه کنړ ته په راتوغول سویو توغندیو مرګ ژوبله اوښتې

له پاکستانه کنړ ته په راتوغول سویو توغندیو مرګ ژوبله اوښتې

پر کونړ ولایت پاکستاني ځواکونو راکیټونه توغولي چې ۵ ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کنړ ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، پاکستاني ځواکونو ددې ولایت په مروره ولسوالۍ ۱۶ توغوندي توغولي، یو ماشوم شهید او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.