کور / تازه خبرونه / جګړه روانه ده خو د هلمند مرکزي ایمرجنسي روغتون د نورو زخمیانو د درملني اسانتیا نلري

جګړه روانه ده خو د هلمند مرکزي ایمرجنسي روغتون د نورو زخمیانو د درملني اسانتیا نلري

یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري.
په هلمند کې د ایمرجنسي پروګرام هماهنګ کوونکي مارکو پونتین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په هلمند ولایت کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی.
هغه زیاته کړه: “په وضعیت کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌وینو. جګړه دوام لري او لارې بندې دي. ماینونه ځای پر ځای شوي دي. د خپلو همکارانو د ملاتړ لپاره راغلی یم.”
له هلمنده وېډیوګانې او عکسونه ښکاروي چې ټپيان او ناروغان د هلمند د ایمرجنسي روغتون انګړ ته ایستل شوي ځکه د ودانۍ دننه کافي ځای نه‌شته.

خبریال مسرور