کور / #PTM / پر اويس ابدال دومره تشدد شوی چې بدن يې تور اوښتی

پر اويس ابدال دومره تشدد شوی چې بدن يې تور اوښتی

پر اويس ابدال دومره تشدد شوی چې ټول بدن يې تک تور وو د ناستې توان يې نه درلود.
په وهلو وهلو کې تشدد کوونکو ورته ويل چې زموږ وس نور خلاص سو او کميس نه درپه غاړه کوو ورسته بيا يو کش لا درکوو.
د نوموړي سره يو زنداني کس ته اويس ويلي وو چې دخپلو پایوازانو / ملاقات کوونکو په ذریعه د هغه پیغام د پي ټي ايم ملګرو ورسوي.
پر اویس ابدال د کورنۍ د غړو او ملګرو سره پر لیدنه کتنه بندیز دی، هغه اوس  سي ټي ډي ته حواله شوی دی.
کومو کسانو چې ورباندې تشدد کړی هغه د دې ښار ليويز دې بيا يې د سي ټي ډي پوليسو ته سپارلی دی.
اوس يې هم ملاقات بند دي ورور يې ۲ شپې په کوټه کې ورته تيري کړې خو د خپل ورور سره د ملاقات اجازه ورنکړه سوه.
هغه ډير وهل شوی دی ځکه خو فکر کیږي چي ورور ته یې د ملاقات اجازه نه ورکول کیږي.
د اویس ابدال کورنۍ وايي اويس ناروغه هم دی که کوم تاوان ورته رسيدلي وو يا ورته ورسي مسولیت به یې پر ليويز والا وي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د کراچي جلسې د وینا أه ګډون څو نورو بیانیو کي د اویس ابدال د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده.
#ReleaseOwaisAbdal