کور / خبرتیا او پيغامونه / پر محمديار د برید په اړه د ودان افغانستان ګوند غبرګون

پر محمديار د برید په اړه د ودان افغانستان ګوند غبرګون

پر محمديار د برید په اړه د ودان افغانستان ګوند غبرګون

د روانې میاشتي پر ۲۳مه د یکشنبې په ورځ د ۱۱ بجو شاوخوا کې د شمشاد تلویزون په یوه سیاسي خپرونه کې، چې ګډونوال یې ښاغلی محمدیار یار او د مدني ټولنو د فدراسیون مشر ښاغلی صدیق منصور انصاري ول، تر سیاسي بحث وروسته د شمشاد تلویزون په انګړ کې د انصاري له طرفه پر محمدیار یار فزیکې وارونه شوي دي.
ودان افغانستان ګوند پر ولسواکي او د بیان پر ازادي یو باورمند حرکت دی، په سیاسي او نورو بحثونو کې د نظر اختلاف طبعي دی؛ خو لاس اچول او مقابل کس وهل د افغانستان د ټولو نافذه قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.

موږ متاسف یو چې د مدنې ټولنو د فدراسیون د مشر لخوا داسي نامناسب کار تر سره شوی.

محمدیار یار د و.ا.ګ د مرکزې کمېټې غړی دی، د ښاغلي یار سره د یاد نامناسب عمل شکایت مو له پولیسو سره ثبت کړ، زموږ هیله له ټولو اړوندو ارګانونو څخه دا ده چې یاده قضیه په بېطرفانه او منصفانه ډول حل کړي.
و.ا.ګ به د خپلو وطنوالو د ټولو مسَلمو حقونو لپاره ږغ پورته کوي.

 

د ودان افغانستان په هیله