کور / تازه خبرونه / د مدني ټولنو دفدراسيون مشر له قانون او پوليسو پټ سو

د مدني ټولنو دفدراسيون مشر له قانون او پوليسو پټ سو

د مدني ټولنو د فدراسيون مشر صدیق منصور انصاري چي د ډسمبر پر ۱۱مه د يوه سياسي بحث څخه وروسته د شمشاد ټلويزون په انګړ کي د ودان افغانستان ګوند دمرکزي کميټې پر غړی، ليکوال او شاعر عبدالاحمد محمديار حمله وکړه او هغه يې ووهه، نن په کابل کي ۱۶مي حوزې اړوند ټولۍ جلب کړ خو نوموړي ټيلفون بند کړ او ترې پټ سو ، دا په داسي حال کي ده چي د شمشاد لخوا په ننني خپاره سوي بحث کي د قانون څخه د سرغړونکو خبره کوله خو په عين وخت کي بيا پخپله له قانونه سرغړونه کوي او د حوزې و څارنوالۍ قانوني جلب څخه د ځان پټولو هڅه کوي.

د صديق منصور ورور د خپلي کورنۍ په استازيتوب د ننواتو او بخښني په دود د محمديار صاحب کور ته دوه پسونه ور وړي وه او د خپل ورور پر کړنه يې ډيره خواشيني څرګنده کړې وه، لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر اساس محمديار ددوی له ورتګه خوښي څرګنده کړې او ډاډ يې ورکړی دی چي هيڅکله نه ددوی له کورنۍ سره ستونزه او خپګان لري او نه ترې ازار سوی دی  خو منصور انصاري چي له زوره کار اخلي نو دا د قضائيه ارګانونو مسوليت دی چي پلټنه وکړي او قانون پلی کړي.

پر علمي او فرهنګي شخصیت د منصور انصاري لخوا فزيکي بريد او هغه ته د شمشاد د کارکوونکو پر وړاندي سپکي سپوري ويل د ولس او فرهنګي کړيو لخوا په بېسارې توګه غندل سوی دی چي له زرګونو اعلاميو، تبصرو او غندنو څخه يو څو بيلګي يې رااخلو:

عبدالغفور لېوال:

ته د افغانستان د ټول ملت تجسم یې:
سرلوړی، زړور، باوقاره، مظلوم، ژوبل، پوه، له زغمه ډک، صمیمي، قدرشناس، دردېدلی، بېوزله، وزګار، خدایی خدمتګار، په یوه وخت خوړو قانع، بې تعصبه، کلک مؤمن او میین…
هغوی چې ته يې ځورولی یې کټمټ د افغانستان د خلکو د دوښمنانو تجسم دي:
متحجر، سرناخلاصي، بېرحمه، بې منطقه، سرزوري، خشن، بېعاطفې، کبرجن، ځان ته غره، له هيڅه بېخبره، تر روستي بریده له رواني ګرومونو (عقدو) ډک.
د پانګوالې نړۍ د مرموز او مفشن ظاهر په دننه کې د منځنیو پېړیو روسته پاتې او شاتګپال زنګوهلی ذهن.

دوکتور نعيم افضلي:

«یاره» ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسه چی تاسو يواځي نه یاست، ‌‌‌‌‌‌«یاره» ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسه چی داسی یاران لری چی له شته ناخوالو سره سره هم به درته قلم وهی او هم قدم، خیر!!

«یار» تو تنها نیستی، «یار» تو یار وطن‌دوستان واقعیت هستی که در قبال وطن و چون شمایی که برای وطن گلو پاره میکنید و هیچگاه سنگر منطق و وطن پرستی را خالی نگذاشتید، قطعآ با شما خوب خدا بودند و هستند.
«یار» به تنهایی سنگر قوی و کم‌مانند مبارزه علیه تعصب و افراطیت است، «یار» به تنهایی خود ارزش‌ و مایه‌ی فضیلت‌های ناب انسانی در جامعه دردمند افغانی است؛ «یار» شخص نه بلکه سردمدار اندیشه‌ی ملی و کاروان پاک بازانی این خطه‌ی بلازده است.
به راستی که مدنی بودن و مدنی زیستن سخت است و متاسفم که چهره‌های ضد‌مدنی و ضد‌اعتدال چه به آسانی و با بی‌حیایی تام میخواهند علیه منطق و شرف بی‌حیایی کنند.
یاران و همفکران «یار»! دست به دست هم داده و در قبال کج اندیشان و افعی‌های افراطیت چون کوه بابا و هندوکش باید ایستاد و الا آن بی‌حیاها و دیده دریده‌ها میخواهند گلو و فریادهای وطن دوستی و اعتدال‌پسندی را در زیر بیرق جمهوریت تک به تک چون «یار»خاموش سازند که این خواب است و خیال است و جنون.
جفای که بر «یار» رفته برای هیچ انسان باوجدان قابل تحمل نیست؛ «یار» را تنها نگذاریم که کتاب، قلم، روشنگری، انسان دوستی، عدالت‌خواهی، اندیشه و احساس ملی و فریاد وطن دوستی تنها می ماندو وانگه برای همگان سخت و گران تمام میشود.
در پایان، از ارگان‌های عدلی و قضایی رسیده‌گی جدی بر جفای نابخشودنی رفته بر «محمدیار یار» را خواهانیم.
«افراطیت او افراطیون د زغملو نه دی باید پخپل ځای کینول شی.»

عبدالله احسان

وحشت او دهشت یوازي هغه نه دی چي داعیش او نور یې کوي، د مدني ټولنو د فډریشن مشر صدیق منصور انصاري د شمشاد ټلویزون په دننه کي پر شاعر، لیکوال، او سیاسي چارو څیړونکي ښاغلي #محمدیار یار فزیکي تشدد او حمله کړې ده او هغه یې خوږ کړی دی.
په سیاسي بحث کي د پاته راتګ په حال کي پر مقابل کس فزیکي برید کول ځناورتوب دی او په هیڅ توګه د منلو او بخښلو وړ نه دی، په سختو ټکو یې غندم.
امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو ته پکار دي چي په دې اړه د قانون مطابق جدي ګام پورته کړي.
نثاراحمد صالح
وه انصاري صاحب..
ته به داعش ته کمپاین کوې که چا دفاع وکړه وهې یې؟ ته به د پاکستان ګټې زما په وطن کي ګورې که موږ درته وویل چي چټیات وایې، بیا مو وژنې؟ ته چي د کوم فیډرېشن مشر یې ایا د هغه فیډرېشن اوصول نامه دي لوستې؟ په بحث کي ماته خوړل او بیا وروسته فزیکي چلند انساني کار دئ؟
انصاري به حکومت کي د یو څو لوړپوړو ملاتړ لري، خو دا یې هېره ده چي ددې وطن اصلي مالکین موږ یو. دا د پګواش دفتر ندئ او نه هم ستا د حکمتیار شمشتو!
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لاري مه ږده بې حسابه
زموږ پر یار به د هر سوک پور ادا کوې
محمدیاره! ته ددې وطن هغه بچی یې چي په رګونو کي دي تر ویني د وطن مینه زیاته جریان لري.
د ټولو یاره! بلا دي واخلم.

نجيب ايوبي

هغه لاسونه دي مات سي
چه پر محمد یار غوندي شخصیتو پورته کیږي.
په کلکو ټکو يې غندو.
اد دانصاف غوښتنکي یو.
ډاکټر ايوبزی ايوبي
چا زموږ قدرمن محمديار يار وهلی دی. بې جوابه نه پاته کېږي.
د قضايي او عدلي مقام څخه غواړو چه دا سپی او بزدله تر پوښتني لاندي ونيسي.
د دې بزذله ، بې غيرته او احمق دا عمل په ټينګه غندم.