په تخار کښي د ۷۰۰ پښتنو د کلابندۍ غندنه کوو! 

د لراوبر اداره | سپتمبر 1st, 2008


 

په تخار کښي د ۷۰۰ پښتنو د کلابندۍ غندنه



د خبري رسنیو په وسیله خبر شوم چي په تخار کي جنګي جنایتکارانو هېواد ته راستانه شوي پښتانه کډوال په يوه زندان کي کلابند کړي دي او خپلو کورونو کي د مېشت اجازه نه ورکوي.
که څه هم رسنیو په بیا بیا په افغانستان باندي د واکمني لاسپوڅي اداري څخه ددغه کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کړي خو، تر اوسه پوري د کرزي په شمول ټولو پردي پالو چارواکو غوږونه کاڼه اچولي دي.
زه په تخار کي ددغه کډوالو کلابند کېدل په کلکه غندم او د ټولو وطن پالو افغانانو څخه هیله کوم چي د تخار د کلابند شوو کډوالو د لاس نیوي اومرستي لپاره بیړني ګامونه واخلي ترڅو چي تر دي زیات یي وحشي لیوان و نه کړوي.


الحاج محمد نادر سرشار
اوسلو- ناروې



 

Copyright Larawbar 2007-2024