کور / تازه خبرونه / کندهار کې پر ملي امنیت موټربم برید شوی، هرات کې د ولسي پاڅون ۱۲ پولیس وژل شوي

کندهار کې پر ملي امنیت موټربم برید شوی، هرات کې د ولسي پاڅون ۱۲ پولیس وژل شوي

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي هوايي ډګر ته څېرمه د ځانګړو ځواکونو پر یوه کنډک او د ملي امنیت پر ورکشاپ موټربم برید شوی چې بیا وروسته ډزې هم شوې دي.

تر برید وروسته دوه کوچنۍ چاودنې هم شوې او د برید له ځایه درې کسان روغتون ته وړل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي برید د ملي امنیت پر ورکشاپ شوی.

په ځینو خپرو شویو وېډیوګانو کې سیمه کې ډزې اورېدل کېږي او د برید له ځایه لوګی پورته کېږي.

دا ودانۍ د کندهار د هوايي ډګر په یو کیلومترۍ کې پرته ده.

تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.

بي بي سي