کور / تازه خبرونه / استخباراتي او د قدرت پر جګړې د سمسور ارغنداب خلک لالهانده کړي دي

استخباراتي او د قدرت پر جګړې د سمسور ارغنداب خلک لالهانده کړي دي

د څو میاشتو راهیسي په کندهار کي د دوو قبیلو تر منځ د ارغنداو ولسوالۍ د واک او د قومندانۍ د امنیې د امریت څوکۍ پر سر ناندریو طالبانو ته لاره خلاصه کړه چي لسګونه امنیتي پوستې بېله مقاومته لاره ورکړي او دوی د کندهار ښار تر څنډو د ارغنداو او پنجوايي ولسوالیو ته د جګړې کرښي ورسوي.

په کندهار کي سږکال ژمی سوړ دی، د شپې دخوا د تودوخي درجه منفي ۵ تر منفي لس تر منځ وي خو سلګونه کورنۍ د جګړې له امله له خپلو کورونو بیځایه سوي دي د سرپنا ځای نه لري یا په خپلو کورونو کي بند پاته دي.