کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

 دصوبه سرحد {پښتونخوا} مركزپيښور ته څيرمه داّدم خيلو په دره كښي يوځل بيا دوسلوالو او سرتيرو ترمنځ خبري اوښتي دي او له تيرو دري ورځو څخه امنيتي ځواكونو عملياتوته دوام وركړيدى دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول چي كله كوهاټ ټونل ته اړوند دامنيتي ځوا كونو پركيمپ ځانوژونكي بر يدونه وشول په سيمه كښي دتاوتريخوالي له امله په لسګگونه كورنى له سيمي كډه شويدي بلخواته دطورخيل په سيمه كښي ناپيژاندو كسانو د طالبانو قوماندان عبدالصمد وژلى دي تراوسه پوري په روانو نښتو كښي ددوو ماشومانو په شمول 9 تنه وژل شويدي او دكراچي او پيښور ترمنځ لوي
 ه لار دپلونو الوزولو له امله  بنده ده.




پداسى حال كښي چي دپاكستان حكومت د روژي دمباركي مياشتي په احترام كښي دقبايلي سيمو په شمول په سوات كښي اوربند اعلان كړى دي په پيښور كښي دټولو ګوندونو ګډ كنفرانس كښي له حكومت څخه په سمدستي توګه په قبايلي سيموكښي دعملياتو بندولو غوښتنه وشوه په پيښور كښي دټولو سياسي ګوندونو ګډ كنفرانس كښي مولانا فضل الرحمان دمسلم ليګ \”ن\” ظفر اقبال جګړا، دعوامي نيشنل ګوند افراسياب خټك دپيپلزګوند رحيم داد خان او دنورو ګوندونو استازو برخه واخسته كنفرانس كښي دخپلي وينا په ترڅ كښي دجمعيت علماء اسلام امير مولانا فضل الرحÙ �ان په قبايلي سيمو او صوبه سرحد كښي عمليات بندولو سره دخبرو اترو لار خپلولو غوښتنه وكړه مولانا فضل الرحمان دباجوړڅخه كډه شوو كورنيو دبيرته ستنيدلو لپاره زمينه برابرولو غوښتنه هم وكړه دجمعيت امير په افغانستان كښي دنړيوالو ځواكونو پرموجوديت نيوكي كولو سره د دوى شتون داسيا لپاره يو ستر خطر وباله او دحكومت او وسلوالو ترمنځ دروغي جوړي لپاره يي يوه كميټۍ وټاكله.




په پيښور كښي ديوي ښځي په شمول دوه تنه دكورنۍ جګړي ښكار شول په پيښه كښي څلور تنه ژوبل شوى هم دى  پوليس وايي پرباړه روډ نود يا پايان كښي عمران محمد اعجاز او نواز دخپلو كورنيو سره دكورنۍ شخړي په هكله دخبرو اترو لپاره ورغلى وه چي ناڅاپه فيض محمد خان امان ګل، او فرهاد په كورو رننوتل او ډزي يي ورباندي پيل كړي او له امله يي يوه ښځه او يو بل تن ووژل شول پوليس وايي دپيښي عاملين په تيښته بريالي شويدي.




دپاكستان دكورنيوچارو سلاكار رحمان ملك وايي په قبايلى سيمو كښي پوځي عمليات دحكومت اخيرنى ستراتيژي وه مونږ غواړو چي اورپكي سمي لارته راشى او مونږ له غير وسله والو كسانو سره خبري اتري هم وكړي حكومت امنيت غواړي ځكه يي د روژي په مياشت كښي اوربند اعلان كړيدي  دغه خبري ښاغلى ملك په منصوره كښي دجماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد سره له ليدلو وروسته ګډمطبوعاتى كنفرانس ته وكړي رحمان ملك زياته كړه مونږ ته په ګډه دبنسټپالني دختمولو لپاره هلى ځلى پكار دي دقاضي حسين احمد سره دملاقات په هكله رحمان ملك وويل چي قاضي حسين احمد دعملياتو په اړه خبر كړل شو اوده څخه مو وړانديزونه وغوښتل او پردغه وړانديزونو به ډير زر عمل وشي دپاكستان وڅار ګرو ادارو دفاع كولو سره ښاغلى ملك وويل  چي څارګري اداري يواځي دخپل هېواد لپاره كار كوي دكوم بل هېواد لپاره كار نه كوي  په اسلام كښي دځانمرګو بريدونو لپاره ځاى نشته دواه كينټ په پيښه كښي دري تنه ځانوژونكي مړه او څلورم مونږ نيولى دى هغه وايي چي وماته وويل شو دلته انګريزان كاركوي پدغه وخت دجماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد وويل چي شرخوښو امنيت ته ګواښ پيښ كړيدى مونږ په هېواد كښي داّئين اوقانون واكمني غواړو قاضي حسين احمد دټولو ستونزو پړا دديكتات
± مشرف پرغاړه ورواړوله.




دپاكستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني دبلوچستان ايالت مركز كويټه ته سفر وكړ په وزير اعلى هاوس كښي دبلوچستان اسمبلۍ غړوته په خپلو خبرو كښي وزيراعظم ګيلاني وويل  اصف زرداري دمحترمه بي نظير بوټو دشهادت وروسته د وفاق  نښه دى زه دپنجاب لخوا تاسوته راغلى يم او وړو ايالتوته ويل غواړم چي پنجاب له تاسو سره ملګرۍ دى وزيراعظم زياته كړه بلوڅانو قرباني دپاكستان لپاره وركړيده او نن هم بلوڅان دپاكستان ملګري دي د ولس مشردموا خذي په هكله لومړي وزير زياته كړه  دغه اقدام دكوم يواځيني كس پرضد نه وو بلكه ددغه هدف ديوه ظالمانه  كردار ختمول ووچي كله څور واړه ايالتونو دامريت پرضد رايي وركړي  نو امر ته ګرانه شوه چي نوره دنده تر سره كړي بي نظير بوټو دخطر بر سيره پاكستان ته راغله او دي پدغه خبره يقين درلودچي اصل قوت له عوام سره دى  دي دخپل  پلار ارمان پوره كول غوښت او دروغي جوړي دسياست دلاري يي نوازشريف ته هم دبيرته راستنيدو لار پرانسته.




له څه مودي وروسته په خيبر ايجنسۍ كښي دسخت دريځه تنظيم لښكر اسلام امير منګل باغ يوځل په داسي بڼه كښي څرګند شو چي په لنډى كوتل كښي يي په يوه مدرسه او جومات باندي قبضه وكړه دخبر ترمخه دمنګل باغ دپلويانو ددغه اقدام پرضد تيره ورځ امنيتي ځواكونو په عملياتو لاس پوري كړ دخيبر ايجنسۍ  پوليټكل  ايجنټ وايي  ترهغو پوري په لنډيكوتل كښي عمليات كوو تر څو سيمه له شر خوښو څخه پاكه نشي ويل كيږي امنيتي ځواكونو دلښكر اسلام ددوو قوماندا نانو مفتى اعجاز او مولوي حضرت ولي كورونه تر ولقه  لاندي راوستي دي او منګل باغ له لنډى كوتل څخه  تيراه ته تللى دى پوليټكل ايجنټ طارق حيات خان وايي امنيتي ځواكونو د شرخوښو پټځايونه په نښه كړيدي اولس  تنه پلويان يي له وسلو سره نيولي دي.




دكرمي ايجنسۍ په ډ له ايزو اوقبايلي نښتو كښي په لسګونه كسان مړه او ګڼ ژوبل شويدي دكرمي په مختليفو سيمو كښي دطوريانو اوبنګشو ترمنځ له تيرو څلورو اوونيو څخه وسله واله جګړه روانه ده اوپه ترڅ كښي وسلوال طالبان هم په سيمه كښي فعاليت كوي  او دبنګشو پراخ ملاتړ كوي ويل كيږي په تيرو څلور ويشت ساعته كښي ټول ټال 16 كسان وژل شوى چي پكښي 45 وسلوال اورپكي شامل دي په روانو نښتو كښي د تريو سلو ديرشو زياتوكسانو دژوبل كيدو خبر وركړل شويدي ژوبل كسان دهنګو، ټل سده او پاړاچنار روغتونوته ليږدول شويدي طورى  قبايلو ادعا كړيده چي دمخØ �لف لورى څخه دبګ زى مركز نيولي  دي قبايل  وايي دحكومت لخوا دنه پاملرني له امله تاوتريخوالي دنورو سيمو پرخوا مخ په خوريدو دى اوكه چرته يي مخه  ونه نيول شوه نو ټوله سيمه به اور واخلي  له تيرو څلورواوونيو څخه  په روانه جګړه كښي تراوسه پنځه سوه ته نږدي قبايل وژل شوى اوتر اوه سوه زيات ژوزبل شويدي.




 د عوامي نيشنل ګوند مخكښ عبداللطيف افريدى غوښتنه كړي چي دپوځي عملياتو پروخت دي دعام خلكو ژوند ته پاملرنه وشي او داوسيدونكو پركورونو دي بمونه نه غورځول كيږي نو موړي په باچاخان مركز كښي خبر يالانوته وويل  په قبايلي سيمو كښي دتاوتريخوالي مسئوليت دتيرحكومت په غاړه دى ښاغلى افريدي ويلي  دعملياتو پرمهال دي داوسيدونكو كورونه بمار ولو پرځاى دوسلوالو مركزونه نښه شي دعوامي نيشنل ګوند مخكښ پرمركزى حكومت تور ولګاوه چي قبايلي سيمه كښي سخت جګړه روانه ده او حكومت يي يواځي ننداره كوي عبدالطيف  افريدي  په فاټا كښي دامنيت لپاره دق بايلي مشرانو ديوي جرګي رامنځته كولو خبره هم وكړه.




پر وزيرستان بيا ميزايل حمله وشوه په تيرو دوو ورځو كښي دغه دويم بريد دى چي  پروزيرستان باندي تر سره كيږي تيره ورځ دواڼه په سيمه كښي د ډيورنډ كرښي له پوري غاړي راتوغول شوى توغندي په بريد كښي دغير ملكيانو په شمول پنځه وژل شوي وه خوپه تازه حمله  كښي چي دشمالي وزيرستان مركز ميران شاه ته نږدي په پنځه لس كيلو ميتري كښي تر سره شوېدتپي په سيمه كښي  داوړقبيلي  ديوه تن سوارخان داوړ كورپه نښه شويدى اوله امله يي څلورتنه مړه او دوه ژوبل شويدي ويل كيږي  بريد دبي پيلوټه الوتكي دلاري تر سره شوى خوجوته شوي نده چي په بريد كښي وژل شوى كسان جنګيالي اوكه عام خلك دى ځايي خلك وايي طالبانو له سيمى څخه مړى ناڅرګند  ځاى ته ليږدولي دي.اودغه خبره تابيدوي چي په نښه شوى كورته به هروخت غير ملكى جنګيالي تلل او راتلل.