کور / #PTM / ددا ماشوم هلک افغاني جذبې ته حيران پاتې شوم

ددا ماشوم هلک افغاني جذبې ته حيران پاتې شوم

ددې ګل ماشوم ربړي څپلکو ته مي پام شو، په لاس کې اخستي د خوږو خلطه می وليده ، په خلته کې به د سلو روپو خواږه نه وي، په سلو روپو به چي زيات شي پنځوس روپۍ به ګټي.

ګوره چي بې کوره دی ، مور پلار لری هم که نه ، د سر سايه به لری که نه ، هيڅ په حال يې نه يم خبر، خو ددا ماشوم هلک افغاني جذبې ته حيران پاتې شوم ، لاس يې د پښتون ژغورنې غورځنګ چنده باکس څخه نه دی سپمولی، پيسي پکې اچوي .

الفاظ نه لرم څنګه يې ستاينه وکړم څنګه يې ناز واخلم ، د څومره لوی زړه خاوند دی په دی دومره واړه عمر کې ، خدای پاک دی د ژوند ټولې خوشي او کاميابي ورکړي ، الله تعالی دی سلامت لری . امين

پکار خو دا وو چي دا ماشوم د ملګرو په غيږه کې سټيج ته وړی وائی ، په سټيج ښه نازولي وائی ، د مشر منظور پښتين سره انځورونه اخستي شي وائی، جيبونو يې له پيسو ور ډک کړی وائی ، زما يقين شي دا ماشوم د پيسو اخستلو څخه انکار کړی وو، خو له دا سره به ددی ماشوم هلک حوصله افزائی شوي وه ، دا ماشومان زمونږ هر څه دی دا ماشومان زمونږ د قام سرمايه دي .

خير داسي ونشول ،

خو خبر دي واست چي د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشالونو د ماشومانو په زړونو کې هم لاري جوړي دي ، دا چي د ماشومانو ذهنونه د لويانو څخه زيات فعال وي د زدکړې په هڅه کې وي ، پام چي ماشومان درنه خفه نشي ، پام چي د ماشومانو په مخ کې سپک ويل ونکړي پام چي ماشومان له خپله ځانه ونشړي ، په ماشومانو به هميش د شفقت او محبت لاس ايږدي ماشومان به نازوي ، دا ماشومان زمونږ راتلونکې دي دا ماشومان زمونږ سباوون دي .

اسد عطاش

#ReleaseAbdulJabbar

#ReleasePTMActivists

#PashtunLongMarch2Peshawar #RememberingArmanLoni