کور / خبرتیا او پيغامونه / علومو اکاډمي تېر کال يو کم ۵۰ عنوانه علمي- څېړنیز اثار چاپ او خپاره کړي

علومو اکاډمي تېر کال يو کم ۵۰ عنوانه علمي- څېړنیز اثار چاپ او خپاره کړي

څېړنوال محمد اصف احمدزی

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي په تېر يوه کال کې ۴۹ عنوانه علمي- څېړنيز آثار چاپ کړي او هوډ لري چې سږ کال هم په همدې شمېر کتابونه چاپ کړي.

د تېر کال د پلان مطابق علومو اکاډمي د بشري، اسلامي او طبيعي- تخنیکي علومو په برخو کې علمي- تحقیقي کتابونه چاپ کړي دي.

هر هغه اثر چې د علومو اکاډمي له خوا چاپيږي، لومړی د نشراتي کمیسیون له خوا ارزول کيږي چې د چاپ وړتيا لري که نه، کله چې د همدې کمیسیون له خوا کوم اثر تایید شو، بیا یو تن علمي غړی هغه ایډیټ کوي او تر هغه وروسته چاپيږي.

چاپ شوي کتابونه په پښتو او دري ژبو دي چې د علومو اکاډمي پر علمي پروژو سربېره د پښتونخوا او هم د ځينو کورنيو پوهانو او ليکوالو کتابونه هم شامل دي. ځينې کتابونه د ۵۰۰ او ځينې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوي دي.

د چاپ شويو کتابونه نومونه په لاندې ډول دي:

فرهنګي ادبي پېښلیک، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د پښتو ادب پرمختیایي بهیر څېړنه، تاثیر کود های کیمیاوی مرکب بالای حاصل نبات لوبیا، خط و دستور زبان اوستایی، دست آورد های عمده یک صد سال اخیر افغانستان، په افغانستان کې د فولکلور پېژندنې اړتیا، بررسی مسئله کمبود آب در شهر های بزرگ کشور و راه های حل آن، د ستورو چینې (لومړی ټوک)، رښتینې هڅې (دویم ټوک)، رښتینې هڅې (دریېم ټوک)، تعیین وقت مناسب بذر و تاثیر آن بالای مقدار حاصلات زعفران در شرایط کابل، په پښتو ادبیاتو کې د سریزې لیکنې دود او ارزښت، د سوات پښتو ادب او ثقافت، طرح ایجاد و سیستم مسافر بری سریع السیر در شهر کابل، د پروستات د سلیمي هایپر پلازیا د عملیاتي درملنې او له عملیات څخه وروسته د مقدمو اختلاطاتو څېړنه، په حقوقي او جنایي چارو کې د انکار احکام او اغېزې، د بیان آزادي د اسلامي شریعت له نظره، قرآن د بشریت لارښود، د فولکلور پوهنې سیمپوزیم، فلسفه اخلاق، بررسی مسکوکات و ظروف سفالی دوره کوشانی، تعیین برخی مشخصات اګرو تخنیکی توت زمینی در شرایط کابل، نفس و تاثیر آن در اصلاح و فساد انسان، حقوق تجارت «بیع قرض و حواله طلبات»، د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو پنځه کلن پېښلیک «کرونولوژي»، وضعیت آب در آسیای مرکزی و ارتباط آن با افغانستان، د ادبیاتو فلسفه، د پښتني فولکلور چاپي مجموعو څېړندود، د ګوري ژبې د ولسي ادبیاتو شکل او مضمون، شیوع مرض لشمانیا و طرق جلوګیری آن در افغانستان، بررسی سلوک و کارنامه های الداعی الی الله مولانا محمد عطاءالله فیضانی، د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو خطي نسخو تحلیلي څېړنه، راه کار های حفاظت محیط زیست، په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه، خط و دستور زبان اورمړی، د عبدالحنان داعي کلیات، امتزاج هنر ګریک و بودیک در جنوب هندوکش، هایدرو پولیتک افغانستان، مجموعه مقالات سیمینار (بدخشان در ګستره فرهنګ و تاريخ)، د اورمړی ژبې لیک لوست او ګرامر، خوشحال او شخصیات، شعر پوهنه، د پښتو او پشه یي ژبې ګرامري نژدېوالی، نابغه خوشحال «د سیمینار د مقالو ټولګه»، حقوق آزادی ها و مکلفیت های اساسی افراد در قانون اساسی ۱۳۵۵افغانستان، د ګوري ژبې الفباء، مسأله آب هلمند و مناقشات ناشی از آن با ایران، میر علی شېر نوايي (له انګريزي څخه پښتو ته ژباړه)، سرگذشت سیستان و رود هيرمند.

د دې کتابونو ترڅنګ علومو اکاډمي تېر کال د «پښتو لهجوي قاموس» شپږم، اوم او اتم ټوکونه هم چاپ او خپاره کړي دي.

د يادو شویو کتابونو په اړه لنډ معلومات وخت په وخت د علومو اکاډمي له فېسبوک پاڼې (د افغانستان د علومو اکاډمي) خپاره شوي او هم د همدغو کتابونو محتويات د علومو اکاډمي په وېبپاڼه (https://asa.gov.af/) کې هم موجود دي.

علومو اکاډمي د هر علمي تخصص او مسلک لپاره لس علمي- څېړنيزې مجلې او دوه جریدې هم لري چې پر يادو شويو آثارو سربېره همدا مجلې هم په ۱۳۹۹ کال کې زياتره په ربع وار ډول خپرې شوې دي. دغه راز د زېري او تفکر جريدې هم په مياشتني ډول چاپ شوې دي.

د دې مجلو او جريدو نومونه دا دي:

کابل (پښتو)، خراسان (دري)، اریانا (پښتو- دري)، باستان شناسی (پښتو- دري)، افغانستان (په انګلیسي ژبه)، سیمه ييز مطالعات (پښتو- دري)، طبیعت(پښتو- دري)، کوشانيان (پښتو- دري)، تبیان (پښتو- دري)، پښتو (د يونسکو په ژبو) زېری (پښتو) او تفکر (د ورونو قومونو په ژبو، لکه اوزبيکي، ترکمني، نورستاني، پشه يي، پاميري، بلوچي).

د دغو اثارو ځينې يې د علومو اکاډمي پر علمي غړو وېشل کېږي، ځينې يې د هېواد دولتي پوهنتونونو او عامه کتابتونونو ته وړيا ورکول کېږي او ځينې يې په بیه پلورل کېږي.

د افغانستان د علومو اکاډمي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب وايي، د علومو اکاډمي هر کال د ځانګړې شوې بوديجې په اساس د علومو اکاډمي د علمي غړو اړوند او هم له اکاډمۍ بهر د ځينو ليکوالو او څېړونکو کتابونه چاپوي چې له ښه مرغه تېر (۱۳۹۹) کال د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست وتوانېد چې نږدې پنځوس کتابونه چاپ کړي.