کور / #PTM / پوځ د وزیرستان په مکین کي د پرلت کوونکو غوښتني ومنلې

پوځ د وزیرستان په مکین کي د پرلت کوونکو غوښتني ومنلې

د تېري یکشنبې یا اتوار په شپه پاکستاني پوځیانو د مکین کلي دوه ځوانان په ډزو ووژل او یو بل یې زخمي کړ.

د کلي خلکو جنازې د احتجاج په ډول وساتلې او پرلت یې وکړ.

د پرلت پر څلورمه شپه د ۲۹ اپریل دشپې د پرلت او پوځ مذاکراتي ټیم پذریعه پوځ د پرلت غوښتني ومنلې.

په غوښتنو کي د نورو تر څنګ هر وژل کس کورنۍ ته شل لکه پاکشتانۍ روپۍ، دوې سرکاري نوکرۍ، له ایف آی آر څخه یې د نومونو لیري کول او نور شامل دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر هم په دې پرلت کي ګډون او وینا کړې وه.