کور / تازه خبرونه / دا فساد دی چي ۲۷۰۰۰ سرتیري د ۲۰۰۰ طالبانو مخنیوی نسي کولای

دا فساد دی چي ۲۷۰۰۰ سرتیري د ۲۰۰۰ طالبانو مخنیوی نسي کولای

په ولسي جرګه کي د هلمند استازې شګوفه نورزۍ وايي دا چي ولي څو طالبان توانیږي د هلمند امنیت له کواښ سره مخامخ کړي او ولي یې ۲۷۰۰۰ سرتیري مخه نسي نیولای علت یې د خیالي پولیسو شتون او په دولتي چوکاټ کي د فساد شتون دی.

نوموړي چي پرون د هلمند وژغورئ په نوم خبري ناستي ته خبري کولې پر دولت ږغ وکړ چي په هلمند کي د خیالي پولیسو ستونزي ته پاملرنه وکړي خو تر هغه مهیمه دا چي د هلمند د سقوط مخه ونیسي کنه نو بیا به دا ډیره سخته وي چي هلمند بیرته پخواني نسبتاً عادي حالت حاکم سي.

د یادوني وړ ده چي په هلمند کي د جګړې کرښي د مرکز لښکرګاه څنډو ته رانژدې سوي دي چي دې حالت زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو او د روژې په دې وروستۍ لسو ورځو کي د یو نامعلوم سرنویشت سره مخامخ کړي دي.

د هلمند ایمرجنسي روغتون نن سهار خبر ورکړ چي تیره هم ورته یو ډیر شمیر زخمیان ور وړل سوي دي چي ټول یې ملکي وګړي دي. په کرهٔ توګه یوازي ایمرجنسي روغتون ته پهد تیرو دوو شپو ملکي زخمیانو شمېر ۱۰۶ ښودل سوی دی چي ۱۱ کسانو روغتون ته د رسیدو وروسه ساه ورکړې ده.

د هلمند جګړه په ټولنیزو رسنیو کي په سختو ټکو غندل کیږي او ولس له طالبانو غواړي که نور نه وي د روژې د احترام په خاطر جګړه ودروي.