کور / تازه خبرونه / هلمند:ايساف پر ولسي وګړو ډزي وکړې

هلمند:ايساف پر ولسي وګړو ډزي وکړې

د ناټو د عامه اړيکو له خوا لراوبر ته په راغلي خبرپاڼه کي راغلي چي ددوی ځواکونو نن د هلمند په نهرسراج سيمه کي پر يوه ولسي وګړي ډزي وکړې او زخمي يې کړ .

ايساف وايي ددوی سرتيريو زخمی سوئ ولسی وګړی سمدستي د څرخي الوتکي په مرسته روغتون ته ورساوه او درملنه يې پيل سوه .

ايساف په تيرو څو کلونو کي په زرګونو بېګنا کسان په مخامخ ډزو وژلي يا ژوبل کړي دي ، کارپوهان د دولت او افغان ولس تر منځ د واټن رامنځته کېدلو تر ټولو لوی لامل د بهرنيانو له خوا د افغان ولس ځورول او کړول بولي .