کور / تازه خبرونه / بلجيم مېشتي افغانان د نظام او جمهوريت په ننګ راووتل

بلجيم مېشتي افغانان د نظام او جمهوريت په ننګ راووتل

د می د مياشتي پر ۲۳مه په بلجيم کي مېشت يو شمېر افغانانو په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د کميسون ودانۍ مخته په يوه احتجاجي لاريون کي ګډون کړی و .

دا لاريون چي د افغانستان د جمهوريت او نظام په ننګه او دفاع کي جوړ سوی وو ويناوالو يې د ګاونديو او يوشمير نورو هيوادونو لخوا د افغانستان په چارو کي د لاس وهني پر ضد شعارونه ورکړه او د جمهوريت، ملي امنيتي ځواکونو په پلوي يې ويناوي وکړې.

د لاريون د ګډونوالو د افغانستان ملي بيرغونه او د امن، سولي او نظام د ملاتړ شعارونه په لاسونو کي نيولي وو.

د لاريون يو کس ويناوال، په بلجيم کي د افغان ادبي بهير مشر امين باوري په خپلو خبرو کي خوښي څرګنده کړه چي اوس په هيواد کي دننه او بهرنيو هيوادونو کي افغانان په کلکه د خپل نظام او جمهوري دولت تر شا ولاړ دي او په کلکه يې ملاتړ کوي چي دا د نوي نسل د هوښيارتيا او ويښتيا زيری ورکوي.

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر عبدالله احسان په خپلو خبرو کي پر ځوانانو ږغ وکړ چي ملي امنيتي ځواکونه که زموږ د خاوري ساتنه په سنګرونو کي کښي کوي موږ ځوانان به په هيواد کي دننه او بهرنۍ نړۍ کښي په هر سټېج او هر ډګر د خپل هيواد په ننګ په زغرده ددفاع ږغ پورته کوو، نوموړي وويل چي خپل هيواد او خپله خاوره افغانانو ته تل د خپلي مور او ناموس په شان ارزښت لري او بايد هيڅکله له دې ارزښت څخه يو ملي ميټر تېر نه سو.

د افغانستان د ملي ځواکونو پخواني افسر محمد کوچي وويل چي زموږ ګاونډيو يو ځل د اسلام او جهاد په نومونو زموږ په سلګونو الوتکي او زرګونو پوځي وسایط ويجاړ او د اوسپني په بازارونو کي وپلورل، چي اوس يوار بيا زموږ ګاونډي هماغه خوبونه ويني خو دا ځل يې ملت پر وړاندي ويښ دی او که موږ د خپلي خاوري نظام او جمهوريت په ملاتړ کي په کلکه ودريږو، پخوانۍ ناخوالي نه تکراريږي.

په دې لاريون کي چي ماپښين څلور بجې پيل او پنځه بجې ختم سو،  د بلجيم د بېلابېلو ښارونو څخه علاوه له هالنډ څخه هم يو شمير ګډونوالو ګډون کړی وو.

دا يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ دې ته ورته لاريون د جرمني په هامبورګ ښار کي هلته د مېشتو افغانانو لخوا جوړ سوی و ، پرون په واشنګټن ډي سي کي او نن په بلجيم کي جوړ سو، که څه مه دا لاريونونه تر اوسه پوري يو له بله سره اړيکه نه لري خو په پام کي ده چي دا لړۍ په منظمه توګه په بېلابېلو اروپايي هيوادونو کي وغځوله سي.

د نن د لاريون او تېرو لاريونونو جريان په ويډيو بڼه هم کتلای سئ

د تازه ويډيوګانو او راپورونو دپاره پر فیسبوک لراوبر پاڼه خوښه او تعقيب کړئ