پاکستاني پولیسو مدني فعال سمیع افغان او دوه د ښوونځي زده کوونکي خیرالله او فضل الله ونیول

د لراوبر اداره | جون 5th, 2021


نن سهار د پښتون ژغورني غورځنګ د رزمک څانګي ملګری سمیع افغان پولیسو ونیوی.
ورپسې نن غرمه د بنو پولیسو د پښتون ژغورني غورځنګ د عیدالرحمن وزیر دوه کشران وروڼه خیرالله د دوولسم ټولګی زده کوونکی او فضل الله د نهم ټولګی زده کوونکی، ونیول.
د پاکستان پنجابي واکداران، پوځ او استخبارات د پښتنو بشري حقونه په پرلپسې توګه تر پښو لاندي کوي.
پاکستان دولت یوازي د ترهګرو مرسته او همکاري کوي، نور دلته هر هغه کس چي د امن او ژوند دپاره هلي ځلي کوي له هر قیسم کړاوونو سره مخامخېږي، وژل کیږي یا ترې تم کیږي چي په ښکاره د بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د یادوني وړ ده چي د پاکستان ریاست پر پښتنو په داسي حال کي خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي چي په مکین او جانیخېلو کي د بیګناه وژنو پر خلاف د څو ورځو راهیسي جنازې پرتې دي او خلکو پرلت کړی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین پرون د جون پنځمه د جانیخېلو پرلت ته روان وو چی د کوهاټ پولیسو یې مخه ونیوله، تر شپږ ساعته ځوروني وروسته بیا د بنو پولیسو هغه د یو ساعت ځوروني وروسته د ټوپکو په زور له بنو څخه و ایستلو .

په دې وخت کي یو نامعلوم ګاډي د منظور پښتین د ګاډي سره وجنګول سو چي په نتیجه کي یې هغه زخمي سو او ګاډي ته یې زیان ورسید.

 

StopStateTerrorism

Copyright Larawbar 2007-2024