کور / خبرتیا او پيغامونه / دولت د شهید عبدالقدیم پتیال د اولادونو سره د یوه کور مرسته وکړه

دولت د شهید عبدالقدیم پتیال د اولادونو سره د یوه کور مرسته وکړه

د شهید عبدالقدیم پتیال اولادونو ته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت یو کور ورکړل سو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني د حکم په اساس او د کندهار والي الحاج روح‌الله خانزاده په چټکو هڅو سره د کندهار ولایت مقام پخواني مرستیال شهید عبدالقدیم پتیال اولادونو ته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت یو اپارتمان ورکړل سو، چي لومړی د ولایتي ادارې په استازیتوب په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري له لوري درې میلیونه افغانۍ د شهید عبدالقدیم پتیال ورور او اولادونو ته تسلیم سوې او له هغه وروسته بیا د دوی له لوري د اپارتمان له مسئول سره د پيسو او اپارتمان د قوالې تبادله وسوه، چي رسماً یاد اپارتمان د شهید عبدالقدیم پتیال اولادونو ته وسپارل سو.

په پيل کي مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري د شهید عبدالقدیم پتیال وژنه د کندهار لپاره یوه لویه ضایع وبلله او زیاته یې کړه، چي شهید په علمي او فرهنګي برخو کي د کندهار لپاره خورا لوی کارونه کړي وه، چي زیات د ستایني وړ دي او هیڅکله به هیر نسي.

مرستیال والي زیاته کړه، چي د جمهور رئيس محمد اشرف غني د حکم او د کندهار والي الحاج روح‌الله خانزاده په چټکو هڅو سره د شهید عبدالقدیم پتیال اولادونو ته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت یو کور، چي ۷ خوني، ۲ اشپزخانې او ۷ تشنابه لري ورکړل سوو.

وروسته د شهید عبدالقدیم پتیال ورور عبدالغني او د شهید عبدالقدیم پتیال زوی مزمل احمد لومړی خوښي وښودله او وروسته یې له جمهور رئیس محمد اشرف غني او کندهار والي الحاج روح‌الله خانزاده څخه مننه وکړه، چي په لارښوونه او هڅو سره یې د شهید عبدالقدیم پتیال اولادونو ته د سرپناه په موخه یو باب کور ورکول کیږي.

شنبه: ۱۴۰۰/۴/۲۶
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز