کور / تازه خبرونه / په زابل کي د هاوان مرمۍ اتلس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په زابل کي د هاوان مرمۍ اتلس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تېر ماښام د زابل د مرکز کلات اړوند کلا کلي کي په یوه کور کي هوان مرمۍ لګېدلې چي درې ماشومان او دوه غټان نارینه شهیدان او ۱۴ نفره زخمیان ډی.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نظیر حریفال وایي د پیښي د ځای څخه یې دوی ته تراوسه ۱۴ کسان راوړي چي د ځینو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د زابل امنیې قوماندان جنرال ویس صمیمي وایي هوان مرمۍ د طالبانو لخوا غورځول سوې چي په یوه کور کي لګېدلې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
احمدولي سرحدي- زابل