يو يي بدرګه كړ، بل يي وواژه

د لراوبر اداره | سپتمبر 2nd, 2008



Afghanistan's President Hamid Karzai (R) shakes hands with ...


 روح الله نيکپا


  


شهيد رحمت ولي



افغان کرکټ ډلي د جرسي په ټاپو کي د شپږو لويو وچو له منځه لومړی مقام ترلاسه کړ


عنايت ساپیدسهار  پوره اوه نيمې بجې وې  چې دكابل هوايي ډګر پرلور غځيدلې واټ دترافيكو پرمخ  وتړل شو. شيبه وروسته جوپې جوپې انسانان ښـكته او پورته دسرك دواړو غاړو ته پلي روان شول. ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان له څرمې داوږد ه انتظار له ويرې په پښو مزلو ته زړونه ښه كړل. امنيتي څارونكو دسرك له غاړو څخه دخلكو په شړلو ، موټر چلونكو ته په كنځلو او بايسكل چلوونكو ته په ديكو وركولو واټونه ګرم كړي وو.


دپوليسو پك اپ ډاټسونو كله دډګر پر لوري او كله هم دعامې روغتيا وزارت دڅلور لارې پر خوا په ګړندي حركت دسړك چوپتيا ماتوله، دسر ك دواړو غاړو ته ځائ ځائ د ۲۰۰۸ كال دالمپيك په لوبو كې دبرونزو دمډال ګټونكي روح الله نيكپاه انځورونه ځړول شوي و، يوشمير لوړ پوړي چارواكي چې په سر كې يي دولسمشر مرستيال كريم خليلي ليدل كيده په وار وار دخپلو تورو شيشو موټرو كې هوايي ډاګر ته ورسيدل، خو له دغو ټولو څخه دبيات بنياد ډير فعال ښكاريدو او په موټرسايكلو، موټرو او آن په يوشمير بايسكلونو يي دنيكپاه انځورونه ځړولي وپه دغه بهير كې ديوشمير بهرنيوو ځواكونو موټرې هم ليدل كيدې چې دنيكپاه د راتلو شيبې يي شميرلې.


نن د ولسمشر له راتګ څخه هم واټ دبدرګې لپاره ډير وخت تړل شوې و، او پوره نهه نيمې بجې  د ددريمې درجې مډال ګټونكې دخپلو لسګونو مينه والو سره په داسې حال كې تير شو چې په زرهاوو خلكو، ناروغانو، ښځو او ماشومانو پوره دوه ساعته د قهرمان دراتګ لپاره خپل تګونه ځنډولي و.


سركونه پرانستل شو او بې حوصلې موټرو لكه دلومړي ټولګي زده كوونكي چې درخصتۍ له زنګ سره په بيړه منډې كړي وځغاستل، زه هم دخپل دفتر په موټر كې په بيړه وركښيناستم، راډيو چالانه شوه او لومړې راپور يي همدا و چې، دتكواندو قهرمان نيكپاه په داسې حال كې دخلكو دشور، ځوږ او اتڼونو په بدرګه هيواد ته راستنيږي چې وړمه شپه ايتلافي ځواكونو په خوست ولايت كې دكركټ دملي لوبډلې يوتن تكړه لوبغاړې رحمت ولي چې له څو بهرنيوو لوبو څخه يي افغانستان ته مډالونه راوړي و واوژه.


ددغه راپور په اوريدو مې دنيكپاه قهرماني له ياده ووته او دبدرګې دغه كاروان مې دشهيد رحمت ولي دجنازې له قافلې سره پرتله كاوه.


اوس نو زه ددوه مخې دنيا بل چرخ ته ناست وم.



داسيايي هيوادنو په اتلولۍ كې دافغانستان بيرغ دكركټ ملي لوبډلې پرخپلو لاسونو هوا ته پورته كړې و، دلومړي ځل لپاره د افغانستان دكركټ ملي لوبډله دنورو هيوادونو دتجربه لرونكو لوبډلو په منځ كې دافغاني غرور په ښودو ډګر ته راننوته،  سيالۍ پيل شوې، افغانستان پرله پسې دسيالو ډلو څخه ميدانونه ګټي ، افغانستان په خپل تاريخ كې دلومړي ځل لپاره ديوې نړيوالې سيالۍ سرته بريالې په چټكۍ سره ووت او پائ كې يي دعمان هيواد دتكړه لوبډلې سره داسيا دلويي وچې دروانو سياليوو مساوي لوبه وكړه اودنړيوالو اتلوليو مډال  يي ترلاسه كړه. افغان اتل رحمت ولي په ډګر كې له خوښئ څخه خدائ ته په سجده پروت دې ا ونور لوبغاړي هم دخوښئ څخه اوښكې تويوي او دافغانستان افغانستان نارې يي له ستونو څخه دكويټ دښار په اسمان كې انګازې جوړوي.


دافغانستان اتله لوبډله هيواد ته راستنه شوه، په نړيوالو رسنيوو كې دكركټ جام او دافغانستان ګټل ددغه هيواد په تاريخ كې يوه بې سارې لاسته راوړنه وبلل شوه خو سخت زړيوو او دوه مخيوو چارواكيوو نه وستايل او نه يي په څه ونازول، نه يي چاته كور وركړ او نه پيسې.


دغرنيوو سيمو پښتانه ځوانان هماغسې سرشاره دهيواد په مينه مست يوځل بيا په نړيوالو لوبو كې دلومړۍ درجې اتلولۍ له انګلستان څخه راوړې خو ظالمو چارواكو بيا هم نه دوئ ونازول او نه يي وستايل او لكه څنګه چې په نهرو ګيډو





او سپيرو مخونو دغو نړيوالو سياليوو ته تللي و او په همدغه بڼه يي دافغانستان لپاره وياړونه راوړل او په هماغه بڼه  بيرته هيواد ته راستانه شول او هماغسې نهرې ګيډې او سپيره مخونه بيرته دهيواد په غيږ كې اوسي.


 


خونن چې زه دسړك پرغاړه ولاړ يم او دسلهاوو دولتي چارواكو موټرې ګورم چې دنيكپاه دبدرګې لپاره درې ګړۍ په امنيتي پيره كې ښكته او پورته دهوايي ډګر پرسرك ځغلي نو داسيا دلويي وچې دكركټ سيالۍ او د اروپا په جرسي كې دافغاني اتلانو غمجنې څيرې او دكركټ دملي لوبډلې داتل شهيد رحمت ولي څيره مې سترګو ته ودريږي چې نه په ژوند چا ولمانځل او نه يي په مرګ چا غږ پورته كړ خو دافغانستان لپاره يي وياړونه پرځائ پريښودل. ددغه دوه مخې نړۍ بې انصافه بچيانو نن يو اتل كابل ته دخوښيوو په بدرګه راننويست او بل اتل يي په خوست كې په بمونو والوزاوه او دتل لپاره يي افغانستان ته دنورو وياړونو دراوړو هيلې ور مړې كړې. خو دشهيد رحمت يادونه به دهيواد په تاريخ كې تل ژوندي  او ددښمنانو مخونه به يي تور وي.


اروا يي ښاده او ياد يي ژوندې.



Copyright Larawbar 2007-2024