کور / تازه خبرونه / په کابل کې په ننیو چاودنو کې ۱۲ تنه امریکایي سرتیري‌ مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي

په کابل کې په ننیو چاودنو کې ۱۲ تنه امریکایي سرتیري‌ مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي

په کابل کې په ننیو چاودنو کې ۱۲ تنه امریکایي سرتیري‌ مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوايي ډګر ترڅیرمه په ننیو دوو غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه امریکایي سرتیري ‌ مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

دا خبره د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون وکړه .

د پنټاګون یو تن جګپوړي‌ چارواکي‌ چې د ویدیو کنفرانس له لارې په خبري‌ غونډه کې ګډون کړی وو وویل چې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې ترهګر د کابل د هوايي ډګر په مخکې یو ځانمرګی برید وکړ او ددینه وروسته د باران د هوټل ترڅنګ بل چاودنه وکړه.

هغه وویل چې پدې چاودنو کې ۱۲ تنو امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان پدې برید کې په لسګونو تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پداسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پدې چاودنو کې تر ۲۰ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی خو د کابل د روغتیا یو تن چارواکي‌ بیا وال ستریت ژورنال ته ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۶۰ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان پدې چاودنو کې څو تنه امریکايي سرتیري‌ ټپیان شوي‌ هم دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د طالبانو ویاند ویلي دي چې دا برید د هوايي ډګر په هغه برخه کې شوی دی چې د امنیت مسئولیت يي د امریکايي ځواکونو په غاړه دی.

طالبانو دا برید په ډیره کلکه ټکو غندلی دی
TRT