کور / تازه خبرونه / “ایران ته اوبه نه دي خوشي سوي، موسمي بدلون اوبه لږ کړي دي” طالبان

“ایران ته اوبه نه دي خوشي سوي، موسمي بدلون اوبه لږ کړي دي” طالبان

په دې ورستيو څو ورځو کې په ځينو خواله رسنیو کې ویل کیږئ چې د کمال خان بند اوبه خوشې شوي دي، دا خبر په مطلق ډول دروغ ده، او دا کال یو د سخترینو وچو کلنو څخه دی چې په کمال خان بند کې په هغه اندازه اوبه وجود نلري.

اقليمي تغيير او د ځمکې د ګرمايښت زياتوالی په نړۍ او سيمه کې د باراني رژيم د کميدو لامل شوی چې دا خپله د وچکالۍ او د هغې دوام سبب کيږي، چې خصوصاً په دې ورستيو دوه لسيزو کې د وچکالۍ تکرار او زياتوالی هم زيات شوی بنأ افغانستان د اقليمي شرايطو او وچ او نيمه وچ په کمربند کې د واقع کيدو په اساس په سيمه کې ډير زيان لرونکو هيوادونو په ډله کې راځي.

د باران او واورې کموالی او نشتوالی په لمړي قدم کې د اوبو سرچينو او د سيندونو په جريان مستقيمه منفي اغيزه لري، د باران او واورې نشتوالی سيندونو او سينديزو حوزو کې د اوبو جريان نشتون دی.

افغانستان سږ کال د وچکالۍ سره مخ دی، د باران او واورې د ارقامو په تحليل سره د هلمند سينديزه حوزه زياتې وچکالۍ سره مخ وه، چې د‌ د تيرو څو کلونو په اوسط سره ۸۵ سلنه د باران وريدنې کمبود ليدل کيږي.

په دې حوزه کې د باران وريدنې کموالی او نشتون د سيندونو د اوبو کموالی او وچيدو لامل شوی، چې دا خپله د هيواد په شته بندونو لکه کمال خان کې د اوبو کموالي او وچيدو لامل ګرځيدلی دی، او له بل پلوه د هوا ګرمايښت د سیندونو او بند د سطحې څخه د اوبو زيات تبخير لامل شوی. زياته وچکالي د اوبو نظام او تبيعت متزلزل کيدو، د اوسېدنې چاپيريال د اوبو اړتياو، کرهنې، او حتی څکلو اوبو نه پوره کولو لامل شوې ده.

سږکال د‌ کجکي بند ته داخيليدونکې اوبه نسبت نورو کلونو ته کمترين نوسانات ښکاره کوي، چې دا خپله په دې حوزه کې د قوي هايدرولوژيکي وچکاليو ښکارندويه دی.

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو، انرژۍ او برېښنا کمیسیون
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

در چند روز اخیر در بعضی از صفحات اجتماعی موضوع مربوط به آب بند کمال خان که ګویا آب بند رها شده، این خبر نادرست و امسال خشکسالی است و در بند کمال به آن اندازه آب وجود ندارد.

تغییر اقلیمی و افزایش گرمایش کره زمین باعث کاهش و تغیر رژیم بارندگی در جهان و منطقه گردیده و سبب خشکسالی های متواتر و تداوم آن گردیده است، که خصوصا در دو دهه آخر شدت و تکراریت خشکسالی ها نیز افزایش یافته است و افغانستان بنابر شرایط اقلیمی و واقع شدن در کمربند خشک و نیمه خشک از آسیب پذیر ترین کشور های منطقه در برابر خشکسالی است.

نبود و کمبود بارندگی و برف بصورت مستقیم بالای منابع آبی و جریان دریاها تاثیرات منفی بجا می گذارد، نبود بارندگی و برف یعنی نبود جریان آب در دریاها و حوزه های دریای است.

افغانستان امسال نیز دچار خشکسالی گردیده و اساس تحلیل ارقام بارندگی و برف حوزه دریایی هلمند به خشکسالی شدید مواجه بود که بیشتر از ٨٥ فیصد کاهش در میزان بارندگی آن در مقایسه به اوسط چندین ساله مشاهده شده است.

کاهش بارندگی درین حوزه باعث کمبود و خشک شدن جریان آب دریاها گردیده و این امر باعث کاهش و خشک شدن آب در بند های موجوده همانند کمال خان گردیده است و از جانب دیگر شدت درجه حرارت باعث تبخیر سریع آب از سطح دریا و بند ها گردیده و خشکسالی شدید باعث متزلزل شدن طبیعت و نظام آبی جهت مرفوع سازی نیازی آبی به محیط‌زیست، زراعت و حتی آشامیدن گردیده است.

مقدار آب ورودی بند کجکی کمترین نوسانات را در سال جاری در مقایسه با سال های گذشته نشان میدهد، که این خود بیانگر خشکسالی شدید هایدرولوژیکی درین حوزه بوده و خالی بودن کاسه بند کجکی را نشان میدهد.

کمیسیون آب، انرژی و برشنا امارت اسلامی افغانستان
اداره ملی تنظیم امور آب