کور / تازه خبرونه / کابل ته د آی ایس آی د مشر راتګ د افغانانو د قهرجن غبرګون سره مخامخ سوی

کابل ته د آی ایس آی د مشر راتګ د افغانانو د قهرجن غبرګون سره مخامخ سوی

یو شمېر پاکستاني رسنیو او خبریالانو لیکلي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې یا ای‌اس‌ای مشر جنرال فیض حمید کابل ته راغلی دی.

د راپورونو له مخې، جنرال حمید به د دې سفر په لړ کې د طالبانو مشرانو سره وګوري.

تر ډې وړاندې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و، چې د ای‌اس‌ای مشر د افغان پوځ بیا منظم کولو کې د طالبانو سره همکارۍ لپاره کابل ته سفر کوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پر ټولنیزو رسنیو د افغانانو لخوا یو قهرجن غبرګون پیل سوی دی.

د آی ایس آی مشر راتګ د ډیرو افغانانو هغه اندېښنې نوري هم زیاتي کړې چي طالبان د پاکستان د پوځ او استخباراتو له دایرې نه دي وتلي او اوس څرګنده سوه چي حتی د حکومت او داخلي دولتي چارو جوړښت به هم د آی ایس آی مشر ورته وکړي هغه چي افغانان د خپل دښمن په سترګه ورته ګوري.