کور / سياسي / د افغان رسنۍ والو حالت زړه بوږنوونکی دی

د افغان رسنۍ والو حالت زړه بوږنوونکی دی

پرویز څرګند یو له هغه خبریالانو څخه دی، چې له کلونو راهیسې په کونړ کې له پیوستون راډیو تلویزیون، دنیا ټلویزیون او نورو بېلابېلو رسنیو سره یې د سیمه‌ییز خبریال په توګه کار کړی، خو نږدې دوه اونۍ کیږي چې یادې ادارې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله له دندې ګوښه کړی.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، څو اونۍ وشوې چې ادارې یې رخصت کړی او ورته یې ویلي دي، چې د مالي امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولی تنخوا ورکړي.
د ښاغلي څرګند په خبره د کار د نه شتون له امله موچيتوب ته اړ شوی او اوسمهال د کلي په یو بازار کې موچيتوب کوي، چې هره ورځ تر سل یا دوه سوو افغانیو پورې مزدوري کوي.
په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر یوسف ظریفي هم مني، چې د نوي نظام په راتګ سره ختیځ کې ګڼو شمیر رسنیو خپل فعالیت درولی او کارکوونکي یې رخصت کړي دي.