کور / تازه خبرونه / طالبانو پر لاریونونو بندیز ولګاوه

طالبانو پر لاریونونو بندیز ولګاوه

طالبانو د ادارو تر فعالیدو پر مظاهرو بندیز ولګوئ

د یوې اعلامیې په ترڅ کي ذبیح الله مجاهد وايي ځیني مړۍ د احتجاج په نامه
امنيت اخلالوي، د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځي او عادي ژوند یې ګډوډوي. په دې اړه ټولو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د فعلاً لپاره دې تر هيڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو جوړيدو هڅه نکوي.
په اعلامیه کي راغلي چې مظاهرې بايد قانوني وي، لومړئ له عدليې وزارت څخه د مظاهرې د جوړيدو اجازه ترلاسه شي، امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي تر څو یې امنيت تضمين شي، د مظاهرې مقصد او شعارونه، همدا ډول د مظاهرې محل، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات بايد کم تر کمه ۲۴ ساعته وړاندې له اړوند ادارو سره شريک او اجازه ترلاسه شي.

طاالب ویاند همدا شان وايي نوی نظام د ټولو هیوادوالو مشروع غوښتنو او حقوقو ته رسيدګي کوي او بايد وخت ورکړل شي چې د امنیت له ټینګښت وروسته د نورو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره لازم ګامونه واخیستل شي‌.

په هیواد کي تر هغه وروسته د لاریونونو لړۍ پیلېدو احتمال ډیر سو چي د پنجشیر مقاومت مشر احمد مسعود د پنجشیر تر سقوط وروسته په هیواد کي دننه او دباندي پر خلکو د پاڅون او لاریونونو کولو ږغ وکړ.