کور / تازه خبرونه / آيساف: كجكي تو مو نوى توربين ولېږداوه

آيساف: كجكي تو مو نوى توربين ولېږداوه

د آيساف ځواكونو له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي د كجكي د برېښنا بند ته يې نوى توربين په برياليتوب سره رسولى دئ.
دغه توربين چي په بهر كي رانيول سوى او له تېرو څو مياشتو راهيسي په كندهار كي پروت و، د امنيتي ستونزو له كبله يې د مځكي د لاري لېږد ستونزمن او د هوا د لاري ناممكن ګڼل كېدئ.
د كجكي د برېښنا بند په افغانستان كي د برېښنا د توليد تر ټولو ستره منبع ګڼل كېږي، چي د دېرش كلني جګړې پر مهال يې د تخنيكي اسانتياوو د نسته والي او چارواكو د نه پاملرني له كبله له درو توربينونو څخه يوازي يو توربين روغ ووت.
دغه بند چي د هلمند د نا ارامه ولايت په كجكي ولسوالي كي پروت دئ، سره له دې چي په تېرو شپږو كلونو كي يې څو ځله د بيا رغوني د چارو خبر وركړل سوى او دوه كاله وړاندي د امريكا د متحده ايالاتو له خوا ۱۵۰ ميليونه ډالره بوديجه ورته منظور سوله، خو د هلمند او كندهار د اوسېدونكو په وينا دې بند اوس د طالبانو د وخت د برېښناد توليد وړتيا هم له لاسه وركړې ده.
د آيساف ځواكونو خبرپاڼه وايي دغه توربين يې له كندهار ولايت څخه د ۱۸۰ كيلومترو په واټن د څلور زرو افغان، امريكايي، ډنماركي، كاناډايي، برتانوي او اسټراليايي ځواكونو په امنيت د سپټمبر پر دوهمه نېټه د كجكي ولسوالي ته ورساوه، چي ښايي په نصبېدو به يې د كندهار او هلمند ولايتونو د برېښنا ستونزه تر ډېره حده له منځه ولاړي سي.