کور / تازه خبرونه / تازه خبر:پر پاکستاني لومړي وزير بريد وشو

تازه خبر:پر پاکستاني لومړي وزير بريد وشو

دپاکستان پر لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني داسلام اباد او راولپينډۍ ترميانځ پر مشهوره څلور لارې فيض اباد باندي وسله والو بريد وکړ . پاکستاني چارواکي وايي چې دښاغلي ګيلاني پر موټر دې ګولۍ لګيدلې ده خو هغه روغ رمټ دى. لومړى وزير له بينظيربوټو هوايي ډګر څخه اسلام ابادته پر لاري وو چې دپيښي سره مخامخ شو. يوسف رضا ګيلاني لاهورته تللى وو او په٩ واپسي کې نا مالومه وسله والو بريد ورباندي وکړ.

فيض اباد هغه څلفور لارې ده چې دوه کاله وړاندي پر پخواني ولس مشر پرويز مشرف هم هلته بريد شوى وو. تر دامهاله ددغه بريد په تور څوک نه دي نيول شوي او نه هم چا ددغې پيښي پړه په غاړه اخيستې ده

نور جوزيات وروسته