کور / راپور / جرمني:ډاکټر فاروق اعظم له يو شمېر روڼ اندو سره وکتل

جرمني:ډاکټر فاروق اعظم له يو شمېر روڼ اندو سره وکتل

درۍ ورځې سر پر سر په جرمنــي کې بایرن مېشتو افغانانو له خپل ګران او محترم مېلمه ډاکــــتر فاروق أعظم سره د مونشن په ښارکې ولیدل دالیدنې په خصوصي اوعمومي ډول ترسره شوې خصوصي مجلسونو مو دمېلمه پالو افغانانو په مېلمستیاو کي وکړل، داچي له یوې خواپه کورونوکې ډېرخلګ نه ځاېدل اوله بلې خوا ګڼ شمېرافغانانودډاکترصاحب لیدوته خورا تلوسه لرله نو ځکه ډاکترصاحب دهغوی د پرله پسې غوښـتنو له وجې زموږ اسلامي مرکزونو ته تشریف وېوړ، ما ور سره په اکثرومجلسونو کې ګډون درلود، په ځانګړي ډول مې هم ورسره ولیـدل څه چي موږ ته ډېرپه زړه پوري اونه هېرېدونکي دي هغه د ډاکترصاحب پوخ منطق، سپینې خبرې، صداقت اواستقامت و کومې خبرې چي ډاکـتر صاحب په خصوصي مجلسونو کې کولې په عمومي مجلســونو کې یې کټ مټ هغه خبرې کولې ډاکــترصاحب موږ ته د خپلې سفري لړۍ موخې په ډېر خلوص سره بیان کړې ګډونوالو په خپل وار ورڅخه پوښـتنې کـولې او ډاکـترصاحب په ورین تندي اوسړه سینه ځوابونه ورکول مجلس یې ډېرخوږ و خودرېغه چي نه وخت پښه نیوه اونه یې موږ په ښکاره او سپېڅلو خبرو مړېدو لنډه دا چي، ټول مجلسونه مو د خپلو مشروع هیلو دسرته رسېدو په هیله ختم او د ګران هېواد د نجات لپاره موپه هرمجلس کې پاک یزدان ته لاســـونه لپـه کړل، دا چي افغان ولس په خورا لویه غمیزه کې لاهو دی ځکه موږ پردېس افغانان ښاغلی ډاکترفاروق أعظم اودهغه په شان علمي او مېړني شخصیتونه د ستایلو تر څنګ پالو او ډېرې هیلې ورڅخه لرو ترڅو زموږ طوفان اخیستې بېړۍ د نجات ساحل ته ورسوي .


له غمشریکوعزیزانوڅخه یوه جـدي هیـلــــــــــــه :


خوږو وروڼــــو!


راځئ چي له همــدې شېبې څخه تېر په هېرحساب کړو، یو او بل وزغمو دا د پردیو په لاس جوړې شوې بدرنګې ټوپۍ له سرونو څخه اخوا وغورځوو او په ځای یې د شجاعت اوافغانیت هسکه شــــمله د خپل ملی برم اونجات لپاره په سر هسکه کړو، د ملي یوالي لپاره کړندي ګامونه اوچت او له نړیوالې ټولنې سره ګډه ژبه لاس ته راوړو، د خپل لار ورکي او ګډوډ کاروان لپاره یو سپېڅلی او رښتینی څاروان ولټوو ترڅو د خپلواکۍ او سرلوړۍ منزل ته مو ورسوي.


د يادوني وړ ده چي ډاکټر صاحب فاروق اعظم دا مهال د هالنډ په سفر بوخت دی چي تر هغه وروسته به د بلجيم له لاري فرانسې ته ستنيږي .