کور / تازه خبرونه / موږ ولاړو !

موږ ولاړو !

ډاکتر یارمحمد تره کی

د ۱۴۰۰کال د لړم ۱۱ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۲)

زموږ خلک پر دو سترو برخو ویشل شوی دی. لمړی هغه برخه چی په دی هیواد کی ژوند کوی، کار کوی اومری. بله هغه برخه چی د هیواد د کلیو او بانډو څخه د خپلو پلرونو او یا خپلوانو په مرسته ښوونځي او پوهنتونونه وایی او بیا بیرته نه راګرځی.
د د غو دوو ډلو تر مینځ ډیر توپیر موجود دی. یوه ډله د پراختیا اوښه ژوند په هیله بچیان زیږوی تر څو یوه ورځ ددوی د سوکالی سبب شی. بله ډله چی د پوهی او علم په جامو پټ شی نو مخه ونیسی او نورو ښو ځایونو ته ولاړ شی. دوی خپل خپلوان، خپلی کورنی او خپل ټاټوبی پریږدی او د ښه ژوند لپاره ښارونو او هیوادو نو ته درومی.

هو مونږ په دوهمه ډله کی راځو.

مونږ هوډ کړی وو چی خپل هیواد به آبادوو. خپله کورنی به بسیا کوو. خپل کلی او کروندی ته به اوبه را اړوو. د خپل کلی رو غتیایی کلینیکونه به جوړوو. د ولایت او ولسوالی کنډ او کپر سخته لاره به ډامبر کوو. د کلی او ولسوالی په ښوونځي کی به درس ورکوو. د ښوونځي دیوالونه به رنګوو او د کلی کوچنی هلکان او نجونی به ښوونځي ته بیایو. په کلی کی به د اشردود پرانیزو. د اختر او نوی کال په ورځو به د خپلو ملګرو او دوستانو کره ځو.
زمونږ د کوچنی والی ملګری چی ورسره به مو بیډي کولی هغوی به هم لوی شوی وی او د بل کلی په کلینیکونو او ښوونځيو کی به متخصصین وی. مونږ هوډکړی ووچی د سړک څنګ او د لوی کلی خوا ته به نوی روغتون په جوړید وی. مونږ به کولای شوای د ناروغانو د سفر مخه ونیسو. زمونږد کلی یوازینی ښځینه دوکان داره به د کلی یولوی دوکان پرانیستی وای، ځکه اخیستونکی به ډیر وای. د خلکوپه آمیانی کی به پیسی وای. په کلی کی به ودونه کیدل، په کلی کی به اتڼونه کیدل. په کلی کی به خنداوی وی. په کلی کی به د نجونو سره او شنه ټکری رپیدل. په کلی کی به ځوانانو د موټر سایکلو ننداری جوړولی.

د کلی ملا به په خپل کار بوخت وای اوهم به یی دنیوی کارونو ته وخت پیدا کولای. ده به یوازی د دوزخ د عذاب او درد په باب خبری نه کولای. ده به د مارانو او لړمانو کیسی نه کولای.ده به د جنازو لپاره سترګی نه تورولای. ده به د ښوونکی سره تربګلوی نه کولای. ده به د کلی ډم ته بد نه کتلای.
مونږ به د لیری کلیو څخه هم میلمانه درلودلای تر څوزمونږ د کلی پرمختګ وګوری. زمونږ د کښت حاصل اندازه وګوری. زمونږ د انګورو د باغونو چیلی وګوری. ځینو به د خپلو کلیو څخه کمبلی او غالی راوړلای او زمونږ د کلی پر خلکو به یی خرڅولای. مونږ به ددغو کمبلو او غالیو د پیرودلو وس درلودلای.
په کلی کی به د انسانانواو دچاپیریال ښه تعاون موجود وای. چا به هسی د کلی ونی نه وهلای. چا به اوبه په زوره نه ګرځولای. څوک به د وسلی سره په کلی کی نه ګرځیدلای. وسله به د انسان د ناپوهی نخښه وای. وسله به د کرکی نمونه وای.

په کلی کی به د تراکتور غږ ښه لګیدلای. په کرونده کی به د یوم اوچچ باڼدار وای. په پټی کی به د پیغلو خندا تر غوږ راتلای. په ویاله کی به د اوبو غړمبهار وای. پر تبخی به د پاستو د پخولو لوګی راتاویدلای.

زه به د لنډي مودی لپاره بل ولایت ته د علمی تجربی د لیږد لپاره تللای. زه به په خپل موټر کی یوازی ګرځیدلای.لاری به پخی وی. چا به پر لاری نه درولم. چابه پاټک کی نه ایسارولم. چا به زما د درولوجرئت نه درلود. زما موټر به د کلیو په شنو باغونو او د غنمود پټیو تر مینځ روان وای.
پیغلی نجونی به دسړک پر غاړه موټر ته ولاړی وی. دوی به د ولسوالی د یوازینی پوهنتون څخه کورته تلی. چا به د سترګو تر وت نه ورته کتل. چا به ددوی پر کالو نه خندل. ددوی په مینځ کی به زمونږ د هر یوه خوراو یا لور وای.
خو مونږ ولاړو.
مونږ هوډ وکړ چی کلی به آبادوو.
خو مونږ څو نسلونه په تګ کی یو
مونږکلی او خپلی کورنی تور کارغه ته پریښودل. مونږ کلی د کارغانو کمیټي ته پریښودل. زمونږ د کلی خلکو ناری وکړی، زاری یی وکړی ، ویی ژړل.
زمونږ د کلی خلکو خپل زامن درسونو ته پری نښودل. دوی پوهیدل چی مونږ ځو. دوی پوهیدل چی مونږ بیرته نه راځو.
دوی خپل ماشومان په کندو ګانو کی پټ کړل. دوی د سړک د جوړولو په وړاندی ودریدل. دوی د دولتی موټر ټایر ته پریوتل. دوی پوهیدل چی مونږ ځو. زمونږ کلی د تور کارغه بندی وان شو. زمونږ پر کلی توره وریځ را خپره شوه.
اوس زمونږ په کلی کی تیاره ده. زمونږ د کلی په جومات کی یوازی یو شیطان څراغ لګیږی. نورپه کلی کی تکه تیاره ده. د کلی ځوانان ډیر تللی دی. ځینی د خپلو پلورونو او میندو څخه مخکی مړه شوی دی. د کلی یوازینی ښوونځي وران شوی دی او لرګی یی ایستل شوی دی. د کلی د ښوونځي دروازه هم ایستل شوی ده. د کلی تنکی ځوانان په نوی کار پسی ګرځی. دوی د لته د جومات پیتاوی ته کتار ناست دی. هیڅ څوک خټی نه کوی.هیڅ څوک واده نه کوی.هیڅ څوک نه خاندی. د نمانځه څخه وروسته څوک د چا سره د زړه خواله نه کوی.
ملا نصیحتونه کوی. ملا د منبر څخه د باندی نه وزی. ټول باید ملا ته راشی. ملا د دوزخ کیسی کوی. ملا د مارانو او لړمانو کیسی کوی. ملا د شیطانانو او پیریانانو کیسی کوی. ملا د ځمکو خواته نه ځي. ملاښوونځي ته نه ځی ځکه ښوونځي لا پخوا سوځول شوی دی. ملا یوازی ولسوالی ته ځي ځکه دده زوی هلته ولسوال دی.
د کلی ناروغان اوس د درملنی لپاره بهر ته نه ځي. کله چی څوک ناروغه شی نو ملا د جنازی او خیرات تکل کوی. د کلی طالب هره ورځ د ناروغ حال ملا ته راوړی. د زنکدن احوالونه، د میراث احوالونه، د ناروغ د ونی او ساره اندازی راوړی.دوی د ناروغ د ځمکو او کونډی خبری کوی. دوی د ناروغ د کالو او پلنډي خبری کوی. دوی د ناروغ د قضایی نمونځونو حساب او کتاب کوی. دوی د ناروغ د سر سایی اندازه لګوی.
پر کلی باندی تکه توره تیاره ده. لاری بندی دی. کلیوال د حالاتو اسیران دی. کلیوال د تیارو په لومو کی بندیوان دی.
ولی داسی وشوو؟
دا ځکه چی مونږولاړو.
هو.مونږ کلی د کارغانو کمیټي ته پریښود. مونږ د یوه ښه ژوند لپاره ولاړو.مونږ هغه ژوند تر لاسه کړ. مونږ ځوانان پاتی شوو. مونږ خوشحاله پاتی شوو.. خو مونږکلیوال شیطان څراغ ته پریښودل.
مونږکلی ته ملامت یو. مونږ خپلی کورنی ته ملامت یو. مونږ د کلی نجونو او هلکانو ته ملامت یو.
د کلی خلکو! مونږوبخښی.