کور / هراړخیز / د نکاح د تازه کولو اړتیا

د نکاح د تازه کولو اړتیا

له نن څخه ۶-۷ لسیزې مخکې، د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ شنیز دره کې، عبدالرحمن نومی یو مولوي اوسیده چې ډېر کلونه مخکې په حق رسیدلی دی.
ارواښاد مولوي عبدالرحمن له هغو ملایانو څخه نه و چې خلک یې یوازې د دوزخ له لړمانو او مارانو وېرول؛ بلکې له هغو سره به یې مرسته کوله چې خپل ورځني ژوند  او حلالې روزۍ ته هم پاملرنه ولري او هره ورځ د یو نوي کار په فکر کې شي!
د مولوي عبدالرحمن په اړه ډېرې کیسې شته؛ خو زه به یې دوه داسې خبرې دلته راوړم، چې له سپین ږیرو مې اوریدلي دي.
سپین ږیري وايي چې مولوي به هر وخت هغو کسانو ته چې یو له بل سره یې حسنه یا سوداګریزو پولې راکړ ورکړه(معامله) درلوده؛ ویل چې یو د بل حساب پخپل وخت پاکوئ؛ خو که ځنډ پېښږي لږ تر لږه کینئ او خپل حسابونه روښانه کړئ.هسې نه چې کال وروسته یې خبرې هیرې او خپګان پېښ شي.
د مولوی عبدالرحمن بله خبره د نکاح د تازه کولو په اړه وه.
لویان وایي، چې مولوي به له هغو ښځو او نارینه وو څخه چې  پیاده روان وو؛ پوښتل چې یو د بل څه کیږئ؟
مولوي د نارینه وو په خور، مور، خورځې، نیا، وریرې او میرې کار نه درلود؛ خو که به کوم نارینه وویل، چې دا مې ښځه ده، ده به دواړه کینول او ویل به یې: چې په ورځني ژوند کې د ښځو او میړونو تر منځ داسې خبرې کیږي یا اعمال سرته رسي، چې نکاح ته زیان رسوي او په کار ده ، چې نکاح هر وخت نوې شي.
مولوي به داسې ښځه او میړه په پوله کینول؛ له دواړو څخه به یې شرعي پوښتنې وکړې، بیا په یې خطبه ولوسته او ښځه به یې بیا ځلې میړه ته نکاح کړه.
مولوی به له دې وروسته دواړو ته ښه ژوند وغوښت او هیله وښوده چې دواړه د اسلامي احکامو او سیمه ییزه منلو دودونو په سیوری کې، خوږ، دروند، متفق او شریف ژوند ولري او بیا به یې دواړه رخصت کړل.
د ارواښاد مولوي عبدالرحمن دا وړه کیسه ګۍ مې ځکه راوړه چې اونۍ مخکې (1393 هـ.ش د کب 19) د افغانستان د ملي شوری د شپاړلسمې دورې پنځم تقنینی کال پیل شو.
په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامدکرزي، اجراییه رییس، د ملي شوری مشرانو، د ولسمشر پخوانیو او اوسنیو مرستیالانو، وزیرانو، د قضاییه قوې مشر او د عالی شوری غړو، خبریالانو او د ملي شوری غړو او مشرتابه برخه درلوده.
داسې ښکارېده چې په دې غونډه کې نژدې ټولو ذواتو برخه درلوده چې د دندو د پیل په وخت کې یې، په قرآن عظیم الشان لاس ایښی او لوړه کړې چې افغانستان او خلکو ته به صادق اوسي او د هېواد ملي ګټې به په شخصي ګټو لوړې بولي!
شک نشته چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان د دولت په درې ګونو قواوو، ملي شوری، امنیتي چارواکو، څارنوالۍ او ځینو نورو ادارو کې ډېر هېواد پال، مسلکي، ژمن، مخلص او پاک خلک په کارونو ګومارل شوي وو؛ خو د هېواد اوسني بېخونده حالت په ډاګه وایي چې د تېر زعامت افراطي مصلحت پالنې داسې شرایط وزېږول چې اداري، سیاسي او حتی اخلاقي فساد اوج ته ورسېد، نړیوالو افغانستان د نړۍ لومړی درجه فاسد دولت وباله، د بشري حقونو نړیوالو ټولنو بار- بار په دولت کې د بشري حقونو د ناقضینو او جنګیالانو په شتون د اعتراض ناره اوچته کړه او د خلکو او دولت تر منځ واټن دومره ډېر شو چې ښایي د نړۍ په تاریخ کې ساری ونه لري!
څو ورځې مخکې پژواک خبري آژانس په یوه څېړنیز راپور کې وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او وکیلانو په وروڼو او زامنو ډک شوی او حتی دا یې هم وویل چې د مولوي کشاف غوندې دیني عالم دوه زامن بې له امتحانه دیپلوماتان مقرر شوي دي!
که په تېرو څوارلسو کلونو کې د دولت پرله پسې ناکامیو او مصحلت پالنې ته وګورو، دا په ډاګره ویلای شو چې له پخواني ولسمشره نیولې د ده تر مرستیالانو، ډېرو وزیرانو، مشاورینو، والیانو، قوماندانانو او نورو لوړپوړه چارواکو په هغه قسم پښه کېښوده چې په قرآن یې خوړلی او وطن ته د ژمنیتا لوړه کړې وه.
په دې قسم ماتونه کې د (جهاد) او (مقاومت) هغه تش په نامه مشران او کشران تر نورو څو ګام  مخکې وو چې فکر یې کاوه د دې پراخه وطن د ملکیت شرعي قباله د دوی په جېب کې ده  او د خلکو د سرښندنې په بدل کې یې د دنیا ټول امتیازات غوښتل!
چې بېرته د ارواښاد مولوي عبدالرحمن کمکی کیسه ګۍ ته راشو، په دې وخت کې چې هم کال نوې کېدونکی دی، هم دولت نوی دی او د ملي شوری پنځم او وروستنی تقنیني کال پیل شو په کار ده چې ولسمشر محمد اشرف غني، مرستیالان، اجراییه رییس، وزیران، والیان، وکیلان او ټول ملکي او امنیتي چارواکي او مشران خپله هغه لوړه یو ځلې بیا مخکې کېږدي  چې د تقرر په وخت کې کړې او په قرآن عظیم الشان یې لاس ايښی چې زه به ملي ګټې لوړې ګڼم او قوانین به په پام کې نیسم!
تراوسه پورې د افغانستان خلکو قانون ته درناوی کړی؛ خو دولتي چارواکي د قوانینو ماتوونکي او ناقضین دي. د پخواني ولسمشر په وخت کې دی خپله، د ده مرستیالان، ډېر وزیران، والیان، قوماندانان، مشاورین، وکیلان او د دوی وروڼه، د اکا زامن، خپلوان، ټوپکیان، مافیا، د قراردادونو او امکاناتو غله او نور چارواکي د قوانینو ماتوونکي وو چې اوس یې افغانستان یې د مرګ او ژوند د ګړنګ په غاړه درولی!
نو! راځي چې د مولوي عبدالرحمن په څېر د بیا ځلې نکاح خطبه ولولو، د خدای(ج)، خلکو او وطن په وړاندې خپلو درنو مسوولیتونو ته ځیر شو، د وطن سترې ملي ګټې په پام کې ونیسو او ځانونه په قرآن باندې هغه لوړې ته مکلف وګڼو چې د رسنیو په مخکې پورته شوي او ټول مسلمان ملت یې شاهد دی.
که داسې ونه شي دا حضرات، به خسر الدنیا والاخره وګرځي او داسې درواغجن تورمخي به وبلل شي چې د سپینو او سېپڅلو شعارونو په رڼا کې په شخصی ګټو پسې لالهانده او د یوه ستر ملت د تباهۍ عاملین دي!
احسان الله ارینزی01.04.2015 21:57