کور / خبرتیا او پيغامونه / ژوندي دې وي خلک

ژوندي دې وي خلک

احسان الله ارینزی

(ژوندي دې وي خلك!) د هندي وتلي ليكوال سنت ګوينداس، نندارليك دى چې په كال 1949 کی، په نيويارك كې نندارې ته وړاندې شوی دی. په دې ليكنه كې د هندوانو تر ټولو لوړه غوښتنه ( له ځانه تېرېدنه) انځور شوې ده. د دې نندارليك پاى د گوينداس ژوند څرگندوي، ځكه دى د شتمن راجاگوگول داس لمسى و چې په ډېر ناز روزل شوى و؛ خو داسې وخت راغلی چې ده اشرافي ژوند پریښی او د گاندي په لاره روان شوی دی..

لوبغاړي:

د كشمير واكمن جالك

ملكه

وزير

لوى پير

بيوزله ښځه

يوه ډله خلك.

ځاى: كشمير

لومړۍ برخه

د كشمير په پلازمینه (سرينگر) كې د واكمنۍ دنګه ماڼۍ. نيمه ورځ ده. واكمن چې په ونه لوړ شپېته كلن پرتمين سړى ښکاری، ورو _ ورو قدم وهي.

داسې ښكاري چې د فكرونو په سمندر كې لاهو دى.

ملكه راځي. په عمر پخه ښځه چی په گاڼو او گلونو ځوانه ښكاري.

ملكه: (واكمن ته نږدې كېږي) خواړه چمتو دی.

واكمن: (دريږي) تراوسه لا خواړه په ما نه دي روا شوي.

ملكه: ولې؟

واكمن: (په څوكۍ كيني) ما اوريدلي چې همدا اوس يوه ښځه وږې پاتې ده. ته خو پوهېږې چې زه د خپلې پرېكړې له مخې، تر هغه چې ټول ولس نه وي موړ، ډوډۍ نه شم خوړلاى!

ملكه : (واكمن ته مخامخ كيني) زه ستا په دې پرېكړه خبره يم او دا هم يو راز دى چې دا ښځه ولې تر اوسه وږې پاتې ده؟

واكمن : زه په دې راز تر اوسه نه يم پوه. خلكو هڅه کړې چې دا ښځه ډوډۍ وخوري؛ خو هېڅ گټه يې نه ده كړې. وزير ته په تمه يم چې وروستى خبر راوړي.

(درباري راځی او سر ښکته نیسی)

لوى واكمن دې ژوندى وي. وزير صيب راغلى او ستا ليدل غواړي.

واكمن: اجازه ده.

ملكه:(پاڅي) هيله لرم چې خبرې مو لنډې وي.

واكمن: لږ تم شه گرانې! كيداى شي چې په زړه پورې خبرې واوری.

ملكه: (كيني) سمه ده.

(وزير راځی چې شپېته كلن پنډ سړى دى)

واكمن: راځه. تا ته په تمه وم.

وزير: (كيني) عجيبه ده! ما تر اوسه داسې ښځه نه ده ليدلې!

واكمن: هغه دې وليده؟ څه وايي؟

وزير: هو هغه مې وليده او بيا دلته راغلم.

واكمن: اوس هم څه نه خوري؟

وزير: نه. هیڅ نه خوري!

واكمن: ولې څه غواړي؟

وزير: د يوه ستر اّرمان له پاره يې روژه نيولې ده.

واكمن: دا خو دومره لويه خبره نه ده.

وزير: ټولواکه ډېره لويه خبره ده. هغه خواړه چې دا ښځه يې غواړي، په سترگو ډېر ليدل كېږي؛ خو څوك يې نه شي برابرولاى!

واكمن: حتى زه؟

وزير: له ټولواک نه بښنه غواړم. حتى تاسو يې هم نه شي برابرولاى!

واكمن: (دريږي) راشه، دلته نژدې شه. دا ښځه څه غواړي؟ ما پوه كړه.

وزير: (دريږي) هغه د انسان غوښه غواړي!

ملكه: (په بېړه دریږي) څه شى؟ دا كومه د وينو تږې اروا ده چې د انسان په كالبوت ننوتلې ؟

واكمن: (ملكې ته گوري) دا د وينو تږې اروا او كه انسان، زما رعيت باله شي او د پاملرنې وړ! دا ښځه چې د انسان غوښه غواړي د كوم ځاى ده او چېرته اوسي؟

وزير: ټاټوبى او استوگن ځاى نه لري. كډواله ده او اوس په ويجشوار واټ كې پرته ده!

واكمن: تعجب دى. ولې د خداى په دومره نعمتونو كې د انسان غوښه غواړي؟

وزير: د كشمير خلكو ته يې د دې پوښتنې ځواب نه دى ويلى.

واكمن: د كشمير واكمن ته خو يې وايي؟ زه به دا راز څرگند كړم او هلته ورځم

ملكه: ته! د دې له پاره چې د يوې ليونۍ ښځې هوس خړوب شي، بايد د كشمير د واكمن پاکه لمن د لارې په خاورو_ دوړو ناولې شي؟

واكمن: د واکمنئ پرېكړه په مينځ كې ده، گرانې! كه هغه له لوږې مړه شي، زه به هم د لوږې روژه ونيسم. ايا ستا دا پيرزو ده؟

ملكه: زه د واكمن په پرېكړه خبره يم؛ خو په ملك كې قانون هم شته.

واكمن: كوم قانون؟

ملكه: هغه قانون چې ستا په لاسليك چلېږي او د هغې له مخې د هر ژوي وژل منع دي.

وزير: د لوى واكمن عمر دې ډېر وي. ستاسو له امر سره سم هېڅوك په چا تيرى نه شي كولاى. د دې ښځې غوښتنه په حقيقت كې په هېواد كې د نه تيري قانون تر پښو لاندې كوي.

واكمن: اه … بيا هم يوه لويه ستونزه. د واكمنۍ پرېكړه زما د شخصي شرف ضمانت كوي په داسې حال كې چې قانون زما د رعيت شرافت ساتي.

ملكه: د رعيت شرافت په حقيقت كې ستا شرافت دى سرداره!!

واكمن: دا خبره سمه ده؛ خو زه بايد د ټول اولس د ډوډۍ او روزي له پاره هڅه وكړم. كه يو وږى وي زه به هم ځان وږى پرېږدم. دا زما فردي قانون دى.

وزير: دلته د انسان د غوښې سوال دى… د دې ليونۍ ښځې په گوگل كې د كاڼي زړه پروت دى.

واكمن: سوچ په كار دى. (په كوټه كې ورو _ ورو قدم وهي)

وزير: خوښه مو ده چې له لوى پير سره سلا وكړو؟

واكمن: (ځاى په ځاى دريږي) ولې نه. زه تل د روحاني مسايلو په هكله له ده سره گړېږم.

وزير: نو اجازه راكړئ چې پيغام ورکړم.

(بهر ته ځي)

 

واكمن: (ملكې ته گوري) دلته راشه، گرانې! رانږدې شه. راځه چې ستا د موسكا په مرسته په ستونزو بريالى شم.

(دوه تنه درباريان راځي او سرونه د درناوی له پاره ټیت نیسی).

لومؤى درباري: د دې ښځې پليدې غوښتنې خلك پارولي. ټول په غوسه دي او…..

واكمن: او څه غواړي؟

دویم درباري: ټول د ويجشوار واټ په لور روان دي او غواړي چې په هغه ليونۍ ښځه، چې د انسان غوښه غواړي يرغل وكړي!

ملكه: ښه ځكه ما مخكې شور ماشور واورېد.

لومړى درباري: همدا اوس څو ډلی خلك روان دي، نارې وهي او خپله غوسه څرګندوی.

واكمن: چېرته دي؟

دویم درباري: هلته د دې واټ په پاى كې.

(ټول له كړكۍ څخه د باندې گوري).

واكمن: (لاس خوځوي) دا خبره هېڅ د زغملو نه ده، كړكۍ وتړئ.

(در باريان په بيړه كړكۍ تړي)

واكمن: خلكو خپل عقل له لاسه وركړى دى. دوى په دې نه پوهېږي كه چې دا ښځه زما ميلمنه ده!

لومړى درباري: خلک ناری وهی چې دا ښځه به شر او وراني راولي.

واكمن: زما په ملك باندې هېڅوك شر او وراني نه شي راوستلاى. هغه وږې ده او په ما د خوړو  برابرولو حق لری. لومړى درباري: ټولواک دې ژوندى وي! خلك په دې ښځه په غوسه دي. په داسې ملك كې چې قانون هر ډول تيرى منع كړى، د انسان د غوښې غوښتل ليونتوب دى.

(وزير كوټې ته راځي)

وزير: لوى پير په دې فتنه خبر دى او راغلى چې له ټولواک سره وگوري.

واكمن: زه څومره نيكمرغه يم! لوى پير په خپله تشريف راوړ.

ملكه: هغه په باطن كې زموږ د ارواوو په ستونزو خبر دى.

لوى پير كوټې ته راځي. روحاني جامې يې اغوستې، اويا كلن ښكاري. لنډه ونه او پلنه سپينه ډيره لري. ټول حاضرین دريږي او د درناوى له پاره سرونه ښکته نیسی.

واكمن: پيره ستا په راتگ ډېر خوشحاله شوم. همدا اوس زه ستاسو حضور ته در روان وم.

(لوى پير كيني. واكمن، ملكه او وزير هم په وار كيني)

 

لوى پير: زه فكر كوم چې تاسو له فكري ستونزو سره لاس او گريوان ياست.

واكمن: تاسو به د هغې ښځې كيسه اورېدلي وي؟ دا خواړه غواړي او زه د خپلې پرېكړې له مخې بايد هغه ورته برابر كړم.

لوى پير: زه د ټولواک په پرېكړه خبر يم؛ خو تاسو دا خبره منئ چې د انسان غوښه دې په خوړو كې حساب وي؟ تاسو ژمنه كړې ده چې خلكو ته به ډوډۍ او خواړه برابروي، نه د انسان غوښه!

(د واكمن سر ښكته ځړېږي. چوپتيا)

واكمن: (سر ورو پورته كوي) لوى پير به ما وبښي. دا دومره پوخ دليل نه و. يو وخت د انسان غوښه په خوړو كې حساب وه.همدا اوس هم په ډېرو وروسته پاتې ټولنو كې د انسان غوښه خوړل كېږي. زهر خو نه ده. غوښه ده ا!

لوى پير: زه په دې اريان يم چې، په ملك كې د نه تيري د قانون په سيوري كې به، د دې ښځې غوښتنه څنگه عملي شي؟

واكمن: اه، ستونزه په همدې كې ده چې دوه هندواڼې بايد په يوه لاس كې ونيول شي!

لوى پير: لكه چې تاسو غواړي چې د يوې شخصي ژمنې او پریکړې د عملي كولو له پاره، د هېواد قانون تر پښو لاندې کړي؟ د واكمن عيني شخصيت د دی هېواد له ذهني شخصيت څخه لوړ نه دى!.

 

واكمن: (ورو پاڅي) په دې ښه پوهېږم؛ نو څه بايد وكړو؟ زه د دې پوښتنې ځواب غواړم. (ناڅاپه كيني)

 

لوى پير: په دې هكله به لږ خبری وکړ.، هرومرو به يوه لاره ومومو. كه ……

واكمن: پیره زه خپله فردي ژمنه هم عملي كوم. دا ده يوه لار مى ومونده!

ملكه او وزير: (دواړه يو ځايي) موږ ژر خبر كړه سرداره.

واكمن: زه د خپل ځان غوښه وركوم!

(ملكه ژاړي)

لوى پير: د خپل ځان غوښه!؟

(درنده چوپتيا)

واكمن: هو د خپل ځان غوښه. دا په بل چا تېرى نه گڼل كيږي.

لوى پير: ټولواکه په ځان تیری هم  يو ډول تيرى دى!

واكمن: د نه تيري د قانون ماتول ډېر دروند كار دى. د واكمنۍ بنسټ به ونړوي. واكمن بايد له خلكو سره په خپله ژمنه كلك ولاړ وي..

لوى پير: سرداره! دا سمه حللاره نه ده. كه تاسو ….

واكمن: زما په غوږونو كې همدې غږونو انگازې جوړې كړي چې خپله غوښه ورکړم!

لوى پير: دا د عقل او پوهې غږونه نه دي.

واكمن: نه پوهېږم چې دا غږونه له كومه راځي؟ خو ما هڅوي چې دې ښځې ته ورشم او خپله غوښه ورکوم!

وزير او ملكه: (دواړه په گډه) هغې ښځې ته !؟ له خاورو او دوړو ډكو واټونو ته ځی؟

واكمن: هو! زه ويجشوار ته ځم او دا ښځه گورم . د خپل ځان غوښه هم نه سپموم… هرومرو ورځم.

ملكه: (پاڅي) سرداره! مخكې له دې چې خپلې وينې تويې کړې، راشه او ما ټوټې _ ټوټې كړه. قانون وايي چې ښځه د ميړه نيمايي برخه ده.

وزير: د ټولواک غوښه يوه ناولي چينجي ته! سرداره مخكې له دې چې ته ټپي شې. موږ رعيت به تر ويجشواره پورې ټوله لاره په خپلو اجسادو ډكه كړو.

اكمن: (پاڅي) ستاسو له دې سرښندنې نه ډېره مننه؛ خو زه نه شم كولاى چې ستاسو په غوښتنه، په هېواد كې د نه تيري پرتمين قانون مات كړم. ډاډه اوسئ چې يوازې خپله غوښه وركوم!

(ټول پاڅي)

واكمن: (په جگ اّواز) ساتونكو!

(دوه ساتونكي راځي)

واكمن: زما اّس چمتو كړئ.

(ساتونكي بيا درناوی په ځای کوی او ځي).

لوى پير: په هېڅ كار كې بیړه ښه نه ده.

وزير: سرداره! دا به سپين سترگي وي كه ووايم چې زه د لومړی ځل له پاره ستاسو دا خبره نه منم چې ټولواک دې د نورو خلكو په څير، په خاورينو واټونو پل كېږدي!

واكمن: يوه بله خبره . بايد د دولت كاركوونكي خبر كړم چې د هغې ښځې د ځورولو له پاره ټولې هڅې شنډې كړي. (غواړي چي روان شي)

ملكه: (لار نيسي) چېرته ځې؟ سرداره زه دې نه پریږدم!

واكمن: ژر بيرته راځم. گرانې تر ويجشواره پورې ځم (مخ اړوي او په بيړه ځي).

ملكه: تر ويجشواره پورې!؟

وزير: د حرم ملكې غلې شه.

ملكه: څنگه غلې شم؟ احساس كوم چې ټوله فضا د تورو كاغيو په كرېږو ډكه ده. زه هم ويجشوار ته ځم. (روانيږي).

وزير او لوى پير: تم شه د حرم ملكې، موږ هم درسره ځو.

(درې واړه وځي او پرده لوېږي)

دویمه برخه

په ويجشوار كې ډیر قهرجن خلک نارې وهی. (دا ناولې په كاڼو وولئ)، (دا كوډگره ده)، (دا ښځه دوزخی ده) او …. جارچي راځي او په لوړ اّواز د ټولواک د راتلو چار وهی.

جارچي: زموږ د سترگو تور د كشمير واكمن راخی.

ناڅاپي چوپتيا، خلك واكمن ته لار پریږدی او د واټ څنډو ته بهېږي. هلته وړاندې يو كمزورى او بيوزلى انسان په زمکه پروت ښکاری

واكمن: (ښځې ته نږدی كېږي. د واكمن ساتونكي ورپسې دي.) دا ميرمن په خپل حال پرېږدئ. زه راغلى يم چې له نژدې يې وگورم او ورسره وگړېږم..

(د خلكو د خوښۍ شور پورته كېږي او نور هم په شا ځي)

(ښځه ورو پاڅي، د واكمن په وړاندې د درناوي سر ټيټوي او بې حركته درېږي)

واكمن: ميرمنې! اوريدلي مې دي چې ته د انسان غوښه غواړې. په ټول ژوند كې مې داسې عرض نه و اوريدلى. ته خو زما په پرېكړه او ژمنه خبره يې؟

(ښځه واكمن ته نږدې كېږي. ورو خو پرېكنډه خبرې كوي)

ښځه: د خلكو د سرتاجه. زه به همداسې وږې پاته شم. زه پوهیږم چې ته په خپل ملك كې يو كس هم وږى نه پرېږدې؛ خو هغه څه چې زه يې غواړم، برابرول يې له امكان څخه ليرې ښكاري.

واكمن: هر څه امكان لري! غير له هغه نه چې زما پرېكړه ماته كړي. زه دلته راغلې يم چې له تا سره وگړېږم او حاجت دې پوره كړم.

ښځه : له ما سره وگړيږي او حاجت مې پوره كړي؟ زما په شان يوه بيوزلې ښځه هېڅكله له خپل ټولواک سره د خبرو جرئت نه لري!

واكمن: ستا حاجت هرومرو پوره كوم.

ښځه: زما په شان جاهله ښځه په قانون څه پوهېږي؟ زه يوازي د خپل ځاني طبيعت په قانون خبره يم او بس!

واكمن: ته په دې پوهیږی چې زموږ ستاسو په ملك كې هر ډول تيرى بند دى؟

ښځه : زه يوازې په يو قانون خبره يم، هغه قانون چې تا جوړ كړى او د هغې له مخې تر هغه وخته پورې چې ټول رعيت ته روزي نه وي رسيدلې، ټولواک هیڅ هم نه خوري.

(چوپتيا)

واكمن: (ښځې ته نږدې كېږي) غوږ ونيسه ميرمنې! ستا غوښتنه د ملك له عمومي قانون او زما له فردي پرېكړې سره سمون نه لري… او كه نه ……

ښځه: ما وبښه. زه په واټ كې دا گڼه _ گوڼه او دا شور_ زوږ نه شم زغملاى. بايد هوسا اوسم. (غواړې چې بېرته ستنه شي.)

واكمن: هيله كوم چې مه ځه. زه به خلكو ته امر وكړم چې کرار شي. (خلك چوپېږي او كيني)

ښځه: او بيا څه؟

واكمن: او بيا به ستا حاجت پوره كړم!

ښځه: څنگه؟

واكمن: (په غوڅه توگه) د خپل ځان په غوښه!

خلك پاڅی. بيا چوپتيا؛ خو لږ ځنډ وروسته دا غږونه اوریدل کیږی:

لومړی: (په چيغه) دا شيطاني اروا بايد ووژل شي!

دویم: موږ ټول د دې په واك كې يو. هېڅوك حق نه لري چې د ټولواک په وجود لاس ووهي.

واكمن: هيله كوم چې کرار كيني.

(چوپتيا)

واكمن: اوس كه غواړې زه به خپله غوښه درباندې وخورم. زه حاضر يم؛ خو ته په دې پوه شه چې په ما تيرى هم د قانون د ماتولو مانا لري.

ښځه: اوس نو كمزوري دليلونه جوړوي. خپل ضعف په دې خبرو پټوې.اوس دا ښكاره شوه چې ته زما حاجت نه شې پوره كولاى. په تا كې دا جرئت او زړورتيا نه وينم. زه په لوږه او مرگ محكومه يم!

واكمن: په ما رحم وکړه ميرمنې! زه ريا نه كوم، دا مې توره او … (او لاس په توره ږدي)

ښځه: لږ حوصله وكړه. زه فكر كوم چې په تا باندې تيرى د قانون د ماتولو مانا نه لري.

واكمن: څنگه؟

ښځه : د تيري او له ځانه تيريدنې تر مينځ ډېر توپير دى. دواړه درد لري او سړى ځوروي؛ خو له ځانه تيريدنه اروا پاكوي او انسان تلپاتې ژوند ته رسوي

واكمن: خدايه! كار وشو. (توره له تيكې نه باسي. درنده چوپتيا). اې ميرمنې! په هغه څه پوه شوم چې تر اوسه نه پرې پوهېدم. تېرى د روح او جسم عذاب دى چې د انسان له پاره تلپاتې ويره زيږوي؛ خو اوس

(د ده خبره پری كېږي او درباري وړاندې راځي)

درباري: د ټولواکعمر دې ډير وي! د حرم ملكه راغلې او دلته د راتلو اجازه غواړي.

واكمن: همدلته ودریږه، هو! نه تيرى يعنى د يوه ټاكلي هدف له پاره ځورېدل. كه چېرې هغه ځور چې زه يې گالم، زما د پرېكړې ماتوونكي نه وي، دا ځور تيرى نه گڼل کیږی.

(چوپتيا)

ميرمنې اوس خپل ځان تا ته بښم. منې يې؟

ښځه: د واكمن سوغات په سترگو منم..

واكمن: (درباري ته) اوس ملكې ته لار وركړي. دې غوښتل چې تر ما وړاندې شي!

ملكه: هغه ښځه كومه ده؟ اّه، ومې ليده (د ښځې په لور ورځي) ته د انسان غوښه غواړې؟ زه تر تا قربان. پوهېږې چې زه د واكمن نيمايي وجود يم.

ښځه: (خپه غوندې) د حرم ملكې ما د واكمن وجود منلى دى. زه په خپل قول كلكه ولاړه يم. دى نه شم خپه كولاى.

(خلك بيا خوځيږي)

ملكه: واكمن زما له سلا پرته خپل ځان چا ته نه شي بښلاى. دى په ما پورې هم اړه لري؛ ځكه نو د ده بښل عملي نه دى.

ښځه: عملي يا غير عملي. زه يوازې لومړنۍ خبره منم

واكمن: د كشمير ملكه هېڅ وخت د واكمن په خبره كې څه نه شي ويلاى (چوپتيا).

واكمن : (تورې ته گوري) اى د كشمير د واكمن بيكاره تورې! اوس ستا له پاره كار پيدا شو. ښه ميرمنې! اوس خپل كوم هډ بيل كړم؟ د كوم هډ غوښه دې خوښېږي؟ ورون؟ غوښه ور او نرم دى. ځيگر؟ او كه د لاس پنډۍ؟ كوم يو؟ (غواړې چې توره په خپله پنډۍ كې خښه كړې).

ښځه: (ناره) مه كوه!

(چوپتيا)

واكمن: زه نور نه غواړم چې ته وږې پاته شې.

ښځه: وږې! زما لوږه چېرته لاړه؟

واكمن: چېرته لاړه؟ دا څه وايي؟ زه دې بيخي اريان كړم.

ښځه:(په خپله خېټه لاس راكاږي) هو! زه نوره نو وږې نه يم..

واكمن: داسې نه کیږی، ته غواړې په دې لوبه زما اراده له مينځه يوسې.

ښځه: لوبه، موبه نه شته. ساده خبره ده(په گونډو شي) لوږه لاړه. په داسې يوه ملك كې چې هلته واكمن خپله ټوله هستي، خپل ژوند… (چوپتيا)…. د خپلې پرېكړې، د خپلې ژمنې له پاره ښندي، هلته به څوك وږي پاته شي!.

(ورو سر ټيټوي)

… هلته چې واكمن په خپل ولس كې ژورې ريښي ولري

(لاس خاورې ته وړی)

… هلته چې واكمن د عادي خلكو په څير په ځمكه پښه ږدي او ځان كم نه ورته ښكاري

… هلته چې خاوره، خلك او واكمن سره يو شان وي

(خپل سر د واكمن په پښو ږدي).

(د خلكو چغې جگېږي چې وايي: ژوندى دې وي واكمن)

واكمن: (ښځه له ځمكې پورته كوي) ژوندي دې وي خلك!!

پای