کور / اسلامي / د رمضان د میاشتې د استقبال څرنګوالی د کافورو بڼ (۲)

د رمضان د میاشتې د استقبال څرنګوالی د کافورو بڼ (۲)

ګل آغا احمدي وردګ ددې لړۍ نوري پرله پسې برخي له دې ځايه ولولئ


د رمضان د میاشتې د هرکلي په هکله مسلمان وګړي په دوو ډلو ویشل کیدای شي لومړی هغه ډله خلک چې د مختلفو وجوهاتو له کبله د دې میاشتې هرکلي ته په تمامه مانا آماده وي اود هغه هرکلی د خپل عبادت او نفسي خوښۍ په شاندارو مراسمو سره کوي خو بل ډول هغه خلک دي چې د ځینو ځانګړو عواملو له کبله د رمضان د میاشتې له راتلو څخه ویره لري او هغه پرې ډیره درنده، ستونزمنه، سخته، اوږده او ثقیله تمامیږي.



د رمضان د تاوده هرکلي د ډلې غبرګون


دغه ډله خلک رمضان ته د خپل عبادت په شاندارو مراسمو کې د لاندې اسبابو له کبله ښه راغلاست وایي:


لومړی: د رمضان د میاشتې لپاره بشپړه تیاري لري ځکه چې په کال کې ګڼې ورځې شته دي چې په هغو کې د نفلي روژو نیول سنت او یا مستحب دي لکه د  اونۍ د دوشنبې او پنجشنې د ورځو روژې، د هرې قمري میاشتې ۱۳، ۱۴، او ۱۵ ورځې روژې (هغه مهال چې سپوږمۍ بشپړه شي د سپینو ورځو او یا ایام البیض په نوم هم یادیږي)، د غیر حج کوونکي لپاره د عرفات د ورځې روژه، د عاشورا د ورځې له هغه څخه د مخه او له هغه څخه وروستې روځو کې روژې، د شعبان په میاشت کې روژه او داسې نورې مستحبې روژې شته دي چې نیول سنت دي څو مسلمانان د رمضان د میاشتې هرکلي ته په ښه شکل آمادګی ولري او په تقوی کې یې زیاتوالی راشي.


څرګنده خبره ده هغه څوک چې د یادو شوو نفلي روژو له ځینو سره خپل ځانونه عادت کړي د ساري په توګه د هرې میاشتې د سپینو ورځو روژه ونیسي نو د رمضان د میاشتې روژه نیول  ورته یوه ساده مسئله ښکاري او د رمضان د میاشتې په رابره کیدو کې هیڅ ډول تکلیف نه احساسوي خو کوم کسان چې د نفلي روژو څخه یوه هم نه نیسي نو ښکاره خبره ده چې د رمضان د میاشتې روژه ورته سخته تمامیږي.


له بلې خوا د کلک ایمان والا کسان ورته خوښي څرګندوي او که یې نفلي روژه نیولې هم نه وي نو په یوه لوړ مورال او پخې ارادې سره د رمضان میاشتې ته ښه راغلاست وايي. خو د ضعیفې عقیدې خاوندان روڅخه ویره څرګندوي او ډیره ورته سخته ښکاري چې څرنګه به دوی د ورځې له خوا خوراک، چښاک او جنسي اړیکې پریږدي.


موږ په دې هکله د اسلام د ستر پیغمبر د یارانو، صحابه کرامو، د اسلامي مذاهبو د امامانو او داسې نورو اهل صالح کسانو ژوند د یوې بیلګې په توګه یادوو چې د رمضان د میاشتې روژه نیول به ورته یوه عادي خبره  وه او خپل ژوند به یې له عبادت سره داسې تنظیم کړی وو لکه ټول کال چې روژه وي نو د رمضان میاشت به یې د خپل عبادت په یوه بې مثاله نړۍ کې نمانځله.


دویم: د رمضان د میاشتې د تاوده هرکلي کوونکې ډله پوهیږي چې د رمضان په میاشت کې د دنیوي نعمتونو ترک د اخروي نعمتونو د حصول لپاره یوازینۍ لاره ده ځکه چې د ورځې پر مهال د دې میاشتې د ټاکل شوي مهال ویش سره سم د روژتي لپاره د خوراک، چښاک او جنسي اړیکو ترک د خدای د بندګۍ پیروي ګڼل کیږي چې په جنت کې دې ورته او له دې څخه د لوړو  نعمتونو د لاس رسۍ په موخه تر سره کیږي او ابدي بڼه لري. نو په یقین سره ویلای شو چې مومن وګړي د رمضان د میاشتې روژې ته خوښي څرګندوي. همدارنګه هغه کسان چې په دنیوي ژوند کې د حرامو چارو رسولو ته زړه ښه کوي نو په آخرت کې به الهي نعماتو محروم پاتې کیږي په دې هکله یو حدیث شریف دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( څوک چې په دنیوي ژوند کې شراب وخوري، نو په آخرت کې د هغه له خوړلو څخه محروم پاتې کیږي مګر دا چې توبه وباسي) رواه البخاري


له ذکر شوي حدیث شریف څخه په ډاګه څرګندیږي چې د دنیا شراب خور به په آخرت کې د شرابو له خوړلو او نورو نعمتونو څخه د هغه جزا په سبب محرومیږي چې په دنیا کې یې د حرام څیز خوړلو ته زړه ښه کړی دی.


یو بل حدیث شریف دی پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (  څوک چې په دنیوي ژوند کې وریښم واغوندي نو په آخرت کې یې له اغوستلو څخه محرومیږي.) رواه البخاري و مسلم


دریم: دغه ډله پوهیږي چې د رمضان میاشت د غوره اطاعت، بندګۍ، الهي  نږدیوالي او د عبادت د مثبتې سیالۍ یوه لویه میاشت ده. د رمضان په میاشت کې ریښتني مومن ته خدای (ج) هغه راز اجرونه ورکوي چې له دې میاشتې پرته یې بل مهال شونتیا نشته نو له شک څخه پرته چې د داسې یوې عظیمې او له برکت څخه ډکې میاشتې په راتللو سره د رمضان د میاشتې د تاوده هرکلي ډله د زړه له تل څخه د خوښۍ احساس کوي او ښه راغلاست ورته وایي.



د رمضان د ساړه هرکلي د ډلې غبرګون


دوهمه ډله هغه خلک دي چې رمضان ورته د یوه نابللي او ثقیل میلمه په حیث ښکاري او د دې میاشتې هره ګړۍ، هره ورځ او هره لحظه بیله بیله شمیري چې کله به تیریږي او کله به  دوی د ژوند د خوندونو او شهواتو نړۍ ته په پراخه پیمانه د ورتګ چانس ترلاسه کوي؟ له همدې کبله د رمضان د میاشتې په تیریدو سره بې پایانه خوښي څرګندوي سره له دې چې د دې عظیم عبادت په تر سره کولو سره په اختر کې زیاته خوښي لازمه ده خو په دې ډله چې کله اختر راشي نو دومره خوښي کوي چې د افراط حد رسیږي ځکه چې بیرته د دنیوي خوندونو لاره ورته پرانیستل شوه. په همدې توګه دغه ډله وايي چې یاره ښه شوه چې دا میاشت خو تیره شوه، ډیر یې په تکلیف کړي وو. په دې ډله باندې د رمضان میاشت د لاندې اسبابو له کبله درنده، سخته او مشکله تمامیږي.


لومړی: دغه ډله خلک د دنیا په نعمتونو، خوندونو او شهواتو په لاسته راوړلو سره دومره عادت کړی وي چې کله کله آن د حرمت درجې ته پکې رسیږي حتې خبره دې سرحد ته رسیږي چې د حرامو چارو د سر ته رسولو او حرامو څیزونو د خوړلو پروا نه هم کوي نو د رمضان میاشت د خپلو ځانونو او اعمالو تر منځ یو لوی خنډ بولي چې تبعا د رمضان میاشت ډیره پرې درنده تمامیږي.


دویم: دا ډله هغه ډول خلک دي چې له رمضان څخه د مخه د الهي عباداتو،  فرضي امورو، سنتو او مستحباتو کې زیاته سستي کوي او عملا یې په دې هکله د تقصیر لاره نیولې وي خو کله چې د رمضان میاشت برې راشي نو خپل ځانونه یو ډول مقید احساس کړي او په دې هکله ځینو التزاماتو ته ځان ژمن و بولي. همدارنګه له دې ډلې څخه ځینې کسان بیا یوازې په همدې میاشت کې عبادت کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، جوماتونو ته ځي، د تراویح او جمعې لمونځونو ته حاضریږي. دا چې د دې میاشتې په  هره ورځ د ځینو عبادتونو التزام کوي نو د رمضان راتګ او تیریدل ورباندې داسې سخت وي چې هرکلی په سړو الفاظو سره کوي.


د کافورو د بڼ  دریمه برخه به د صیام یا روژې د ماناوو په هکله وي له موږ سره اوسی……..