کور / تازه خبرونه / بهرمېشتي افغانان د ملي بیرغ او واخان اړوند احتجاجونه پیلوي

بهرمېشتي افغانان د ملي بیرغ او واخان اړوند احتجاجونه پیلوي

د احتجاجي لاریون خبرتیا

له اټکه تر واخان – لراوبر یو افغان🇦🇫

نژدې یوکال کیږي چي د افغانستان او افغانانو د یووالي او زموږ د هویت د ملي او نړیوال سمبول ( درې درنګه ملي بیرغ🇦🇫)، ملي افغاني ارزښتونو سپکاوی کیږي او د افغانانو بشري او مدني حقونه پایمال دي او لوټل کیږي.
ددې تر څنګ خو اوس د افغانستان د جغرافیې او د وجود ټوټې د لوټلو او سودا خبري هم کیږي چي د هسک پامیر د واخان ولسوالۍ مهمي برخي به پاکستان ته سپارل کیږي.
پي ټي ایم چي #لراوبر_یو_افغان یو نه بیلېدېدونکی وجود ګڼي، په افغانستان کي د افغانانو د انساني او مدني حقونو د پایمالیدلو او ددې خاوري سره پر روانو جفاوو اندېښمن دی او ددې اندېښنې د اظهارولو لپاره د افغانستان سرپرست حکومت او نړیوالو ته د خپلو اندېښنو څرګندولو په موخه د اروپایي اتحادیې د پارلمان و مخته د اګست پر اوومه د اتوار/ یکشنبې په ورځ احتجاجي لاریون کوي.
د بلجیم مېشتو، هالنډ، جرمني او فرانس مېشتو افغانانو په ملي بیرغونو سمبال د پراخ ګډون غوښتنه کوو.

په درنښت
پي ټي ایم- د بلجیم څانګه

وخت: ۷ اګست، اتوار- یکشنبه
د ماپښين له ۳ بجو تر ۵ بجو
د لاريون پته: place lexembourg ixells brussels Belgium
عامه ټرانسپورټ: ميټرو تمځای شومن Metro Schuman بروکسل، د اروپا پارلمان مخ
ټیلفون:
+32493409091
+32465749526