کور / تازه خبرونه / د افغانانو سره د پاکستان، ایران او ترکیې د ظلم خلاف لاریون وسو

د افغانانو سره د پاکستان، ایران او ترکیې د ظلم خلاف لاریون وسو

په بلجیم کي مېشتو افغانانو نن د اروپایي پارلمان مخته پر واخان د پاکستان پوځ د تیري او پاکستان، ایران او ترکیه کي د افغان کډوالو سره د غیرانساني چلند پر ضد احتجاجي لاریون وسو.

دا لاریون چي د پي ټي ایم بلجیم په نوښت رابلل سوی وو، ګډونوالو یې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځانه سره لېږداوه، پر نړیوالو او په افغانستان کي یې پر طالب سرپرست حکومت د مسولیت د احساس او چټک غبرګون ږغ وکړ.

د یادوني وړ ده چي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور په لارښوونه د اګست پر پنځمه یو لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان مشري او نورو نړیوالو ادارو ته لیږل سوی وو او د افغانانو د وروستیو زړه بوږنوونکو واقعو د پلڼټني او بشري حقونو د تضمین جدي غوښتنه سوې وه چي کابي یې د لراوبر ددې خبر په پای کي لوستلای سئ

د لاریون یوه برخه پر لراوبر فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه خپریدله چي پر دې پته یې کتلای سئ.

ویډیو لینک https://facebook.com/592669825633088

 

انځورونه