کور / هراړخیز / غوڅکۍ « زيارت »

غوڅکۍ « زيارت »

د ډاکټر صادق ژړک لیکنه

د اګست پر ۸ مه ۲۰۲۲ م له څو ملګرو سره غوڅکۍ ته ولاړو ، ماښام وخت وو چي غوڅکۍ ته ورسېدو ، باران هم شوی وو، موسم ډېر خوندور وو، په نېشنل هوټل کي مو دوې کمرې ونيولې ، د هوټل خاوند يا منشي کارډونه راڅخه واخيستل ، تر درج کېدو وروسته مو شناختي کاروډونه ځيني وغوښتل ، د هوټل مالک يا منشي راته وويل چي دا به تر سهاره راسره وي .
دلته د شپې FC والا ګرځي شناختي کارډونه ګوري، نو حيران شوم چي په « غوڅکۍ » کي اوس د هوټلونو څارنه د سپېشل برانچ پر ځای fC کوي . په دغه سوچ کي تللی وم چي د غوڅکۍ د تېر کال يوه شخړه راياده شوه ، چي د مځکي پر سر د دوو ټبرونو لخوا غال شوی وو په نتيجه کي يو ځوان شهيد شوی وو او څو ټپيان وو ، او په نتيجه کي د يوه ټبر له خوا بازار وسوځل شو، په سهيلي پښتونخوا کي دا دويم ځل دی چي بازار سوځل کيږي، يو وار په ۲۰۰۴ م کي پرنس روډ د يوې مذهبي ترهګرۍ په نتيجه کي وسوځل شو، دا دويم وار دی چي داسي پېښه رامنځته کيږي ، کنې زيارت د امن و امان په حواله يو ځانګړی تاريخ لري ،
د غوڅکۍ چاپېريال خرابېدل ماته هغه وخت هم د دوو ټبرونو شخړه نه ښکارېده بلکې يو پلان وو چي ترسره کېدو ،
له يو نيم کال څخه په غوڅکۍ کي يو ټبر د دريمګړو له خوا څخه په بازار کي بند دی او له يونيم کال څخه د مشرانو لخوا پرېکړه پر وخت نه کول هم بېلابېل سوالونه را اوچتوي.
بيا چي اوس يو نيم کال د غوڅکۍ حالات ټولو ته څرګند شول ، هره روځ ناوړي پېښي رواني دي ، ټولو ته څرګند شوه ، چي ددغو شخړو تر شا سرکاري لاسونه ول او دي.
زه بيا هغه وخت ډېر حيران شوم او ځورېدم چي د ارواښاد احمد جان ياد غونډه هم د ځينو ناځوانانو لخوا نه پوهېږم چي د کوم تعصب ښکار شوه چي موږ چا خبر هم نه کړو، کنې احمد جان ته په هره حواله زه او زهير ورنيزدې وو ژ زهير صاحب خو بلل شوی وو ، زه د غونډي له نېټې څخه هم ناخبره وم کنې پر داسي وخت ماته د خوشال خان دغه شعر راياد شي او زره غټ کړم بې سته مېلمه شم.
چي بې سته مېلمه کيږي هغه زه يم
چي اشنا مو د هندو غوندي ست نه زده
خ. خ. خ
په هر صورت خدای ج دي وکړي چي پښتانه مشران ددې جوګه شي داسي پرېکړي پر وخت وکړي ځو خپل ټبرونه سرکاري لاسونو ته پرېنږدي او خپل تاريخي ټاټوبي وژغوري ، کنې موږ دا ځل په زيارت کي له ځايي خلګو له خولې خبر شو چي د خنډي سر او ځېځري په څېر ښايسته سيمي د څو کلدارو په بدل کي پلورل شوي دي او خپل وطن د کلدارو په بدل کي پلورل به په تاريخ کي دغه څېرې هيڅکله ونه بخښي ،
پښتنو مشرانو !
نه يوازي غوڅکۍ ژغورل غواړي بلکې ټوله پښتونخوا د يوه نوي بلا خولې ته ټېل کېږي اوس چي دغه کرښي ليکم دغه ټپه مو بيا پکي نوې واورېدله چي ژړکه ! له تاريخه نه يې خبر زيارات د ساداتو وطن وو ، دې ټپې ته نو اوس سړی څه ووايي. ههههههه
ژړک