لراوبر ته په يوه راغلي ليک کي زموږ يوه لوستونکي داوړو د بيي د لوړوالي لامل افغانستان ته د اوړو پر راوړلو د ازبکستان بنديز په ګوته کړی دی ، د ښاغلي امين الله اسحاقزي ليک کټ مټ خپرو .
د ازبکستان حکومت 2 میاشتی کیژی چی د اوړه(آرد) دواردولو د پاره د قزاقستان .اوکراین . روسیه دولتونو ته ترانزیت نه ورکوی چي اوړه د ازبکستان د لاری افغانستان ته را وارد شي .
دا خبره ټولو ته معلومه ده چي داوړو بیه بیا اوچته شوې ده . په مزار ښار کي د 1 ټن قزاقی اوړو بیه د 700 دالرونه هم جګه شوې ، دولت په دی هکله باید د ازبکستان سره خبری وکړي . تر څو داوړو بيې د جګیدو مخه و نیول شی . او تاسی باید د لوړ پوړو چارواکو سره په دی هکله خبری وکری .
په دې هيله چي د ښاغلي اسحاقزي يادونه د افغانستان د سوداګرۍ او بهرنيو چارو وزارت مسولو چارواکو ته ورسيږي او په دې برخه کي کار وشي .