کور / تازه خبرونه / په هند کي افغان سفارت طالبانو ته وسپارل سو

په هند کي افغان سفارت طالبانو ته وسپارل سو

د هند حکومت په ډهلي کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

په ډیلي کې د افغان سفارت یوه کارکوونکي لراوبر ته وویل چې طالبانو قادر شاه په ډهلي کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه ټاکلی دی.

ده وويل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير فريد ماموندزي تېره مياشت په لندن کې په رخصتۍ تللى و چې په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو لیک په ذریعه پخوانی سفیر ماموندزی له دندې ګوښه کړی او په یوه بل لیک کې یې ښاغلی قادر شاه په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه معرفي کړی دی.

د هغه په ​​وينا، د هند حکومت په ډيلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه د طالبانو له استازي سره هوکړه کړې ده.

په پاکستان، ایران، چین، استانبول، متحده عربي اماراتو او روسیې کې د افغانستان له سفارتونو وروسته ډیلي وروستی هغه دی چې طالبانو ته سپارل کیږي.

طالبانو په رسمي ډول په ډيلي کې د افغان سفارت د پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي.

د هغه په ​​وينا ددې بدلون وروسته پخوانى سفير له لندنه په ډيلي کې خپل دفتر ته راغى، هڅه یې وکړه چې د طالبانو استازي قادر شاه له دفتره وشړي، خو هندي پوليس يې مخه ونیوله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، فرید ماموندزي ته خبر ورکړل شوی، چې دنده یې پای ته رسېدلې او نور نه شي کولای په هند کې د سفیر په توګه پاتې شي.

دغه وزارت ویلي چې په هند کې د افغانستان د سفارت ټول تاسیسات به له اصولو سره سم ښاغلي قادر شاه ته وسپاري.

قادر شاه د امنیت شورا له پخوانیو کارکوونکو او د جمهوري ریاست د بهرنیو چارو د وروستي وزیر حنیف اتمر له نږدې کسانو څخه دی.

نوموړی د جمهوري ریاست په پای کې د ښاغلي اتمر په امر په ډیلي کې د افغانستان سفارت ته وګمارل شو.