کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کی میلیاردونه ترخاورولاندی دی

په افغانستان کی میلیاردونه ترخاورولاندی دی

ژباړن ابراهیم  نهیمی نیټه: ۲۴ / ۰۶ / ۲۰۱۰زکال


د(۲۰۱۰ز) کال  دجون دمیاشتی په (۱۶) مه نیټه می په لاندی ډنمارکی اخبارکی دخپل ګران هیواددکانونوپه اړوندیوه لیکنه ولوستل، هوډمی وکړی چی دالیکنه وژباړم. داخبارنوم:


Politiken onsdag d.16.juni.2010


ستاسوتوجه دخپاره شوی مضمون ژباړلوته راړوم :


په  افغانستان کی میلیاردونه ترخاورولاندی دی


دپنتاګون  نوی رپوټ ښیی چی افغانستان ترمځکی لاندی دقیمتی منرالونو څخه ډکه دی، کارپوهان اوجیولوجستان په شکونوکی دی


په جګړه ځپلی افغانستان کی سرمایه اواینده بایدترمځکی لاندی سرچینوکی پیداشی.
دامریکی ددفاع وزارت، پنتاګون دنوی رپوټ له مخی ویل شوی دی چی افغانستان موقعیت پرطبعی سرچینوباندی قرارلری، دامنرالونه دبیلګی په توګه سره زر، مس، اوسپنه اوکوبالټ یادوولای شوچی ارزش یی(۱۰۰۰) میلیارده ډالره اټکل کیږی. داکیدای شی چی دتریاکواوهیرونودصادرولولپاره یوبدیل شی


اوپه ځانګړی ډول د« لیتهیوم » دپیداکیدوخبرخپورشوی دی. دایوه قیمتی اوسپنه ده چی په موبل تیلفون اودکمپیوترپه بطریوکی کارځنی اخیستل کیږی. ددی موادو په پیداکیدوسره امریکایان پرافغانستان باندی (د لیتهیوم نوی سعودی عربستان) نوم ایښی دی. اودایی دافغانانولپاره ډیرښه نوی خبربللی دی.


دغه ناڅاپه موندنه په هغوسیموکی چی طالبان ډیرنفوذلری،  شوی ده دبیلګی په توګه دغزنی په سیمه اونوروسیموکی چی طالبان زوروردی، پررته یاد شوی موندل شوی دی.


سره ددی چی دافغانستان دولس مشرویاند«وحیدعمر»  داومنله چی دکانو رایستل په لوړه کچه دی ته اړتیالری چی دهیوادپه امنیتی حالت کی بدلون راشی. د امریکایی ورځپاڼی په حواله دهیوادپه مرکزکابل کی ښه لیدلوری اټکل کیږی.


« وحیدعمرنیویارک ټایمزته داسی علاوه کړه چی دابه دهیوادپه اقتصاد اودخلکو دژوندپه ښه کولوکی ډیرژوربدلون رامنځته کړی اودهیوادولس به سره راټول کړی.»


دکوپنهاګن دپوهنتون کارپوه اودډنمارکی فوځی انستیوت پخوانی مشر
Mikkel Vedby Rasmussen


وایی چی: «هیوادډیرفقیردی، یوازینی دګټیسرچینه دافغانانولپاره تریاک دی. دغه سرچینه ددی سبب ګرځیدلی ده چی طالبان اونورمافیایی ګروپونوهیوادبی ثباتی ته ټیل وهلی دی، چی مرکزی حکومت یی دثبات چاری په هیوادکی ډیره ستونزمنی کړی دی چی ورباندی بریالی شی. دغه ناڅاپی موندنه داینده لپاره ګټوره وبلله شوه. 
په دی خاطرددی مواده موندنه به ددولت لپاره ډیره ګټوروی چی حکومت یوعایداتی منبع وموندی ترڅودبرق، لاروجوړولواودکارونوپیداکولولپاره یی ولګوی. نوپه پایله کی به افغانان ددولت څخه ملاتړوکړی.» دکوپنهاکن دپوهنتون کارپوه سربیره پرپورته بیان علاوه کړه چی په اوږده موده کی دکانورایستل یوه ستونزه ده. 
« کله چی کانونه راویستل کیږی، لومړی بایدبنسټیزی چاری ترسره شی نوپه دغه دلیل دهیوادد خلګولپاره یی ګټه په لیری راتلونکی کی شونی ده.نوموړی داهم وایی چی دپنتاګون سیاسی علاقه مندی په دی کی نه ده چی کانونه سبارایستل کیږی. ولی دوی داسی یوسیګنال ورکوی چی ښه راتلونکی په مخ کی ده اوپه افغانستان کی دپانګی اچونی شونی دی.


 
هیڅ لیتهیوم نه دی موندل شوی


 په کابل کی  Candace Rondeuax دپوهانومشر Crisis Groupنړیوال سازمان


وایی: دپنتاکون رپوټ مشوش دی.


نوموړی وایی چی داغیری منتظره راپوردطبعی زیرموپه اړونددامریکااوایساف دفوځی شتون سره ځکه ښه سمون لری چی دوی دفوځی مقاومت سره مخامخ دی. 
«افغانستان ددولت په کچه یادتکنالوجی دپرمختګ له لحاظه ډیرواټن په مخ کی دی چی ددی ډول ترمځکی لاندی زیرمودرایستلولپاره وړشرایط برابرکړی. نوموړی علاوه کوی چی: دابه ډیره بی عقلانه اونامناسبه وی چی موږپه دغه ډول مشوش رپوټ ځانونه هیجانی کړو. تردی داښه ده چی موږداراپورته دشک په سترګه وګورودپنتاګون اوایساف موخی اوعلاقه مندی په دغه رپوت کی وپلټوو.
نوموړی علاوه کوی چی: افغانستان مخ پرکښته روان دی اوسیاسی ثبات نلری نوځکه دیوشمیرمثبتوخبروپه ارویدلوسره هم ناامیدی موجودی دی. جیالوجستانو له مخکی نه ښودلی وه چی داسی دطبعی زیرموګدامونه ترمځکی لاندی موجود دی. نوځکه دانوی خبردپنتاګون دپالیسی له مخی ستراتیژیکه موخه لری.
دانګلیسی ټایمزدورځپاڼی په حواله ډیرجیالوجستان دغه رپوټ ته دشک په سترګه ګوری په ځانګړی ډول دلیتهیوم قیمتی فلزدناڅاپی موندلوپه اړوند. دټایمزپه حواله جیالوجیستان وایی چی:«کومه ځانګړی څیړنه شوی نه ده.ممکن دوی څومحدودی ازموینی کړی وی، چی په نتیجه کی لیتهیوم موندلی وی، مګرداهیڅ ډول شواهد پلاس نه شی راکولای. داوروستی مطلب یوجیالوجیست دټایمز ورځپاڼی ته بیان کړی.
ډیرونړیوالوخبری رسنیوته ویلی دی چی دامعلوماتDave Lapanدپنتاګون ویاند


دډیروپخوانیوڅیړنودسرچینوڅخه چی په پنځوسمواواویایموکلونوکی دجیالوجیستانو لخواپه  افغانستان کی تر سره شوی دی، رااخیستل شوی دی.
نوموړی اشاره کوی چی نوی نتایج دګډکارچی دامریکی دجیولوجی انستیتوت 
هم ګډون ورسره لری، په نتیجه کی پلاس راغلی دی.US Geological Survey


  ددیStephen Peters ولی په افغانستان کی دنوموړی انستیتوت دڅانګی مشر
رپورټ څخه بی خبری ښیی.
نوموړی دانه منی چی دغه انستیتوت وروستی دوه کاله دپنتاګون سره ګډکار کړی وی. 
«نوموړی داهم وایی چی موږدلیتهیوم دموندلی په اړوندخبرنه یو.» پای
دژباړن یادونه:


ښاغلولوستونکو! داچی ماهم دکانوایستلوپه څانګه کی زده کړی کړی دی اودبلی لوری داموضوع دهیوادپه اقتصادکی رغنده رول اواغیزه لری اوهم په هیوادکی بهرنی هیوادونه ددی موضوع سره ځانګړی علاقه لری نوځکه می ګټوره وبلله چی دامضمون وژباړم. ولی ددی لپاره چی هیوادوال دتشویش، ډیرپوښتنواو ګرویږنوڅخه خلاص وی نوددغی لیکنی پواسطه دخپل ګران استاد ښاغلی پوهنمل حاجی محمد نوزادی څخه په درناوی هیله کوم چی دهیوادولودپوره خبرتیا لپاره ددغی لیکنی په اړوند خپله پوهه اوتجربه ونه سپموی اویوتفصیلی لیکنه ورباندی وکړی. بایدووایم چی ښاغلی نوزادی برسیره پردی چی په پولیتخنیک کی زمااستادوه دهیواددډیروتجربه لرونوکوجیولوجیستانوڅخه دی چی دافغانستان دجیولوجی دعمومی ریاست مشری یی یوعمرپه غاړه وه. برسیره پردی چی ټولوکارپوه انجیرانودښاغلی نوزادی سره دیومهربانه استادپه حیث همکاری درلوده ولی نوموړی یی ددندی په لحاظ مشروه اودومره معلومات لری چی ډیروهیوادوالوته به ترهری بهرنی سرچینی ډیرداطمینان وړوی. نوزه دیو زده کونکی په توګه چی دزړه دتل څخه درناوی ورته لرم په ډیرادب هیله کوم چی په خپله لیکنه دهیوادوالوپریشانه زړونه ارام کړی دبری اوښه روغتیا درلودل یی زماهیله ده په درناوی ابراهیم نهیمی.