کور / تازه خبرونه / د بهرنیو پوځیانو تلفات لوړترین حد ته ورسېدل

د بهرنیو پوځیانو تلفات لوړترین حد ته ورسېدل

د رویټر آژانس د کابل څخه خبر ورکوي چی په تیر اګسټ کی د بهرنیو پوځیانو تلفات د ۲۰۰۱ راهیسی تر بل هر اګسټ زیات وو. خبر زیاتوی چی په اګسټ کی د طالبانو د حملو په وجه ۴۳ بهرني پوځیان وژل سوي چی د جون تر میاشتی ۵ اضافه دي . جنرال برانشی رویټر ته وویل چی موږ په روان دوبي کی تر ټولو زیات تلفات وزغمل . د روان کال په اتو میاشتو کی څه باندی ۲۰۰ بهرني پوځیان وژل سوي حال داچی په ۲۰۰۷ کی د دې تلفاتو شمېر جمعأ ۲۳۲ و . جنرال بلانشی وویل چی سږ کال د طالبانو تعرضی حملې خورا زیاتی سوي چی عمده بېلګې یی په جولای کی د ۹ امریکایی پوځیانو ، په اګسټ کی د ۱۰ فرانسوي پوځیانو او تېره اوونۍ هم د ۳ کاناډایی پوځیانو وژل دي چی د ۲۰۰۱ راهیسی سارﺉ نه لري .
د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس خپور کړﺉ ، په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال جیفری شلوسر وایی چی موږ نورو ډېرو امریکایی پوځیانو ته ضرورت لرو تر څو : الف- په ژمی کی دطالبانو استراحت ور خراب کړو ، ب- فعلأ دطالبانو د تعرضی حملو مقابله وکړو . ده وویل چی سږ کال د طالبانو حملې ۲۰-۳۰ سلنه زیاتی سوي دي . ده زیاته کړه چی په روان کال کی د سړک د غاړی ماینونه هم ۳۰٪ زیات سوي دي چی موږ یی د لویو مشکلاتو سره مخامخ کړی یو ، نو ځکه څه نا څه ۴۵۰۰ نورو امریکایی پوځونو ته عاجله اړتیا لیدل کیږی .