پېښور هم د یوولسم اکتوبر پښتون قامي جرګې ته چمتووالی او ډاډ وښود.

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2024


پي ټي ایم خبر
د یولسم اکتوبر د پښتنو قامي عدالت جرګې ته د بلنو لپاره مشر منظور پښتون او ورسره د غورځنګ ملګري د پښتنو ستر او تاریخي ټاټوبي پېښور ته ورسېدل او هلته یې په هزارخواني کې په یوې لویې ولسي غونډې کې چې د یاد عدالت د بلنو او ملاتړ په خاطر جوړه شوې وه ګډون وکړ.
پدې غونډه کې د ( عوامي نېشنل پارټۍ، جمیعت علماء اسلام، تاجر برادري، اهلی تشیع، پښتونخوا قومي جرګه،ګلبهار فلاحي تنظیم، بونېر سټوډنس سوسایټي، پېښور پرېس کلب او د پېښور هاسټل یونین) سیاسي او سماجي مشرانو په شمول قومي مشرانو او نورو پېشو درلودونکو خلکو مشرانو او نمایندګانو هم ګډون کړی وو.
پدې غونډې کې هر یو مشر خپلې ویناګانې وکړې او ټولو دا وعده وکړه چې دوی د پښتنو راروان عدالت سره اوږه پر اوږه ودرېږي او د دې تاریخي جرګې د کامیابۍ لپاره به شپه او ورځ کوښښونه کوي.
مشر منظور پښتون پخپله وینا د پېښور له ټولو ولسونو څخه د کلک ملاتړ مننه وکړه.
په پای کي ټولو مشرانو ته مشر منظور پښتون پخپلو لاسونو بلنلیکونه وویشل.

#PtmMedia
#PashtunNationalJirga11Oct
#PashtunNationalCourt11October

Copyright Larawbar 2007-2024