کور / تازه خبرونه / روسيه : د م م سازمان دي په يوه بېطرفه هيوادکي مېشت شي

روسيه : د م م سازمان دي په يوه بېطرفه هيوادکي مېشت شي

 
دګرجستان د وروستي بحران  په تعقيب، د روسيې  سره د امريکا او د اروپا د اتحاديې د اړيکو د خړپړ تيا د زياتېدو په وجه، ماسکو د امريکا څخه و يوه  بېطرفه هيوادته د ملګرو ملتو د سازمان د مرکزي  دفتر د انتقال  ږغ را پورته کړی دئ .


د فرانسې خبري آژانس  خبرورکړ چي، «آندري تسترنيكو» د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت رسمي وياند اعلان کړی دئ چي دغه وړانديز همدا اوس د آماده کېدو په درشل کي دئ، او ښايي چي  جينوا دي دملګرو ملتو د سازمان  دنوی مکان په حيث په نظر کي ونيول سي .


د روسيې د بهرنيو چارود وزارت ويندوی ويلي دي چي د ګرجستان په هکله د امنيت شورا غونډه بايد په يوه بېطرفه هيواد کي تر سره شي .