کور / تازه خبرونه / طالبانو دوه هندیان وتښتول

طالبانو دوه هندیان وتښتول

د افغانستان اسلامی آژانس ( اې. آی. پې. ) خبر ورکړ چی طالبانو په وردګ ولایت کی دوه هندي امنیتی پرسونل او درې ورسره افغانان ( عبدالفنا ، عبدالجبار ، او منصور ) نن اختطاف کړل . مخکی د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد له یو نامعلوم ځایه خبریالانو ته وویل چی دغه پنځه کسه د پولیسو د دوو موټرو سره ونیول او د ځانو سره یې بوتلل . ده زیاته کړه چی اوس د هغوی څخه تحقیقات روان دي .

د یو بل خبر له مخی طالبانو درې افغانی انجینیران ( رحمن الله ، زمری ، او اغامحمد ) هم وتښتول چی په غزنی کی یی د پې آر ټی لپاره کار کاوه .