کور / تازه خبرونه / یو کاناډایی پوځی ووژل سو

یو کاناډایی پوځی ووژل سو

د کاناډا (سی. ټی. وی.) په کندهار کی د کاناډایی جنرال ډنیس تامپسن له قوله نن خبر ورکړ چی د پنجوایی په ولسوالي کی پر یو ماین باندی د کاناډایی نقلیه وسیلې د ختلو په اثر یو کاناډایی عسکر وژل سوﺉ او ۷ نور هم زخمیان سوي دي . جنرال تامپسن وویل چی وژل سوي عسکر پخوا په قبرس ، بوسنیا ، او کوسوو کی هم دندی اجرا کړي وې . پدې سره په افغانستان کی د کاناډایی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۹۷ ته ورسېد .