کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: دسواد زده کړي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ميدان وردګ: دسواد زده کړي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په ميدان وردګ ولايت كې دپوهنې رياست لخوا د وږي په ۱۹ نيټه د سواد د زدكړې نړيواله ورځ د فاميلو د انجونو په منځني ښوونځي كې د يولړ شاندارو مراسمو په ترڅ كې چې د (۱۰۰۰) تنو په شمېر برخوالواودميدان وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدائي ترڅنګ د يوشمير دولتي او نادولتي ادارو ريسانواو دپوهنې رياست منسوبينو اوزيات شمېر ښځو لخوا په شاندارو مراسمو ولمانځله .


پيل دقرانكريم په مباركو اياتونو وشو وروسته دميدان وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدائي وينا وكړه ، دپوهنې او ددې  ورځى په ارزښت يې هر اړخيزه خبرې وكړى اوزياته يې كړه ددې ورځي لمانځه موږ ته د پوهنې او علم ارزښت رايادوي او حكومت د پوهنې پرمخ پرتو ستونزو ته متوجې كوي  اودستونزو د حل لارې چارې  ورته لټوي ،همدارنګه ښاغلى فدائي دښځو په ژوند كې دسواد يادولو اغيزې په ډاكه كړې او ويې ويل چې د باسواده مور كولاى شي كورنۍ ستونزو ته دپاى ټكې كيږدي او كولاى شي يو ښه فاميل په روزنه كې فعاله ونډه واخلي، ښاغلى فدائي د امنيت په راوستلو كې د پوهنې او سواد اغيزې روښانه كړي په اخركې ښاغلى فدائي د ميدان وردګ ولايت د ټولو ولسونو څخه دپوهنې او سواد زده كړي د بهير په چټكتيا كې مرسته وغوښته او د داسې ورځي هيله يې وكړه چې ميدان وردګ ولايت ټول اوسېدونكې د زده كړي په نعمت سمبال وي ، ورپسې دپوهنې رييس عبدالواحد حكمت وينا وكړه او ويې ويل د سواد زده كړه دټولو هېوادوالو طبعي حق  دى او دا روښانه ډيوه به د ميدان وردګ ولايت ټولو لرې سيموته رسوي، دپوهنې رييس زياته كړه چې تراوسه دميدان وردګ په ټولو ولسواليو كې (۶۵۰۰)زده كوونكي په(۱۵۲) د سواد زده كړو مركزونوكې په زده كړو بوخت دي چې (۴۳۰۰) تنه يې ښځينه او (۲۷۰۰) تنه يې نارينه زده كوونكي تشكيلوي او همدارنګه په ميدان وردګ ولايت كې ټول (۳۰۲) ښونځي شتون لري چې (۱۲۹۶۲۷) تنه زده كوونكي پكې په زده كړو بوخت دي.


ديادونې وړ ده چې د فاميلو منځني ښونځي د ترانى ټيم سره دميدان وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدائي د (۱۰،۰۰۰) زرو افغانيو مرسته وكړه.